د ملګرو ملتونو جګپوړی پلاوی د ښځو په حقونو د خبرو لپاره کابل ته تللی

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرهان حق

د ملګرو ملتونو یو ویاند د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۷ (مرغومي ۲۷) وویل چې د یاد سازمان یو جګپوړی هيئت کابل ته تللی څو د ښځو د حقونو په اړه له طالب چارواکو سره خبري وکړي.

پر افغان نجونو او میرمنو د تعلیم او کار په برخه کې د طالبانو له خوا د سختو محدودیتونو له لګیدو وروسته، د ملګرو ملتونو سرمنشي‌ د طالبانو له خوا د "جنسیت پر اساس آپارتایډ" له امله اندیښنه وښوده.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرهان حق وایي د ملګرو ملتونو په دغه هیئت کې چې د دوشنبې په ورځ کابل ته رسیدلی، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد، د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې مشره سیما بحوث او ددغه سازمان د سیاسي برخې جګپوړی چارواکی خالد خیاري هم شامل دي.

اولس میاشتې مخکې واک ته له رسیدو وروسته، طالبانو افغان میرمنې او نجونې له دولتي وظایفو، له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو، پوهنتونونو، پارکونو او حمامونو ته له تګ څخه منع کړې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش تیره اوونۍ د " میرمنو او نجونو د حقونو په وړاندې بې ساري او سیستماتیک بریدونه" وغندل.

د ملګرو ملتونو دغه هیئت افغانستان ته له سفر مخکې په سیمه، د خلیج په هیوادونو، آسیا او اروپا کې له څو هیوادونو سره د میرمنو او نجونو د حقونو او پایه داره انکشاف په اړه خبري وکړې.

د ملګرو ملتونو ویاند کار او تعلیم ته د افغان میرمنو او نجونو د لاسرسي په برخه کې یوې روښانه اجماع ته په اشارې وویل، ددغه سازمان له هیئت څخه وغوښتل شو څو د "وضعیت د جدیت" پیغام ولیږدوي.

دغه سفر په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې مرسل نبي زاده د یکشنبې په ورځ جنوري ۱۵ په خپل کور کې د وسله والو کسانو له خوا ووژل شوه او د ملګرو ملتونو د ویاند په وینا دا خبر انتونیو ګوتیرش ته "ټکان" ورکوونکی وو.

طالبانو د تیر کال د ډسمبر میاشتې په وروستیو کې په کورنیو او نړیوالو غیر حکومتي موسسو کې افغان میرمنې له کار کولو منع کړې او د طالبانو ددې پریکړې په غبرګون کې یو شمیر نړیوالو سازمانونو په افانستان کې خپل کار وځنډاوه.

خو لږ تر لږه دریو نړیوالو خیریه موسسو پاملرنه، د ماشومانو د ساتنې موسسه او د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي چې د طالبانو له لوري د خپلو ښځینه صحي کار کوونکو د خوندیتوب او کار د اطمینان له ترلاسه کولو وروسته، خپل ځینې فعالیتونه بیرته په قسمي ډول پیل کړي دي. ملګرو ملتونو هم خپل کار ته په افغانستان کې دوام ورکړی دی.