ملګروملتونو کارپوهان: ستنیدونکي افغانان د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا کارپوهانو خبرداری ورکړی، هغه افغان کډوال چې د روان ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې له لومړۍ ورځې راهیسې له پاکستان څخه افغانستان ته کډه کولو ته اړ شوي د ستنیدلو وروسته د بشري حقونو د جدي سرغړونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا کارپوهانو د چهارشنبې په ورځ ډسمبر شپږم (لیندۍ ۱۵) په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښځې، نجونې، د قاچاق قربانیان، قومي او مذهبي اقلیتونه، پخواني حکومت مقامات، معلولیت لرونکي کسان، زیات عمر لرونکي کسان او نور کډوال چې د کډوالۍ اسناد لري او که نه تر زیات اغیز لاندې دي.

دغو کارپوهانو ویلي: "افغانان په ځانګړي ډول ښځې او نجونې په هیواد کې د میشتیدو پرمهال د قاچاق او یاهم د بیا قاچاق د ګواښ سره مخ دي. د مذهبي او قومي اقلیتونو پورې اړوند کسان په ځانګړي ډول د ستنیدلو پر مهال د ځورونې د ګواښ سره مخ کیږي".

دغو کارپوهانو د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی چې د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ستنولو طرحه چې د تیر نومبر د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه پرې عمل پیل شوی کیدای شي عملي نشي ځکه چې ددغو کارپوهانو په باور دا طرحه د افغانانو خوندیتوب او امنیت نشي تضمینولی.

دغو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د بشري حقونو څخه په پراخ او سیستماتیک ډول سرغړونه او د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیض چې د جنسیت پر بنسټ د ځورونې سبب ګرځي دا طرحه به پر ښځو او نجونو باندې ژوره اغیزه ولري.

دغو کارپوهانو ویلي: "هغه ښځې او نجونې چې افغانستان ته شړل کیږي، د کوچني عمر ماشومانو د ودولو، جبري ودونو، انساني قاچاق او د زده کړو، کار، حرکت د ازادۍ او د یوشان قانوني ملاتړ د نه برابریدو د ګواښونو سره مخ دي".

د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو په پاکستان کې د کورونو د خاوندانو له خوا له کورونو څخه د افغان کډوالو د جبري شړلو او د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا په خپلسر د افغان کډوالو نیولو په اړه د شویو ادعاو په هکله اندیښنې څرګندې کړي دي.

دغو کارپوهانو ویلي چې په کار نه دي چې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د حضور او د تروریزم سره د اړیکو د خطر په اړه په غیر مستند ډول تړاو رامنځ ته شي.

دغو کارپوهانو ویلي: "د کډوالۍ تنظیمول د نړیوالو قوانینو او د هغې له ډلې د بیرته نه ستنولو او د نه تبعیض د اصل تابع دی. کمک او ملاتړ باید تضمین شي، په ځانګړي ډول په اغیزمن ډول د پناه غوښتنې حق او پناه ورکونکې څخه برخمن کیدل، پرته د تبعیض او پرته د هغو اسنادو چې افغان کډوال یې لري".

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي چې پاکستان د تیرو څو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه دی او اوس هم دا ډیره مهمه ده چې په دغه هیواد کې میشت افغان کډوال پرته د تبعیض څخه ددغه هیواد د ملاتړ څخه برخمن شي. دغو کارپوهانو د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې په پاکستان کې دې د افغان کډوالو څخه د بیا میشتیدو، د کورنیو د یو ځای کیدو او فرصتونو په زیاتیدو سره خپل ملاتړ زیات کړي.

دغو کارپوهانو ویلي چې پاکستان حکومت سره د خپلو اندیښنو په اړه په تماس کې دي.

په ورته وخت کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د خپلو اندیښنو په اړه لیکلي: "زه او نور کارپوهان د پاکستان څخه غواړو چې له افغانانو څخه دې خپل مهم ملاتړ ته دوام ورکړي. مونږ په دغه هیواد کې د اوسني چلند او کله چې کډوال په جبري ډول ستنول کیږي د هغوی پر وړاندې ګواښونو په اړه اندیښمن یو".

پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کارپوهانو دغو اندیښنو ته لا غبرګون نه دی ښودلی خو ددغه راپور د خپریدو دمخه یو پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي "د پاکستان حکومت نه غواړي هیڅ د خطر سره مخ افغان وباسي، مهمه نده چې هغوي د امریکا یا بل هیواد د بیا میشت کیدو په لیست کې وي یا نه".

د پاکستان حکومت د اکتوبر په درییمه په دغه هیواد کې میشتو ۱.۷ میلیونه غیرقانوني کډوالو ته چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د نومبر تر لومړۍ ورځې مهلت ورکړ چې له دغه هیواد څخه خپلو هیوادونو ته ستانه شي او که نه د ټاکلې مودې د پوره کیدو وروسته به ونیول شي او له دغه هیواد څخه به وشړل شي.

د پاکستان د حکومت په دې پریکړې کې هغه شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال هم شامل دي چې اکثرو یې د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته یې له افغانستان څخه د طالبانو د غچ اخیستلو د اندیښنو له امله دغه هیواد ته کډه کړې ده.

ددغو افغانانو اکثریت په پاکستاني ویزو دغه هیواد ته سفر کړی خو اوس یې د اوسیدانې د ویزو قانوني موده پای ته رسیدلې او افغانستان ته د شړلو له ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د چهارشنبې په ورځ ډسمبر شپږمه (لیندۍ ۱۵) په اسلام اباد کې په یوې غونډې کې وویل چې نژدې ۴۵۰زره بې اسناده افغانان له پاکستان څخه خپل هېواد ستانه شوي دي.