ملګري ملتونه: طبي څانګو کې د ښځو پر زده کړو بندیز به د افغانانو پر روغتیا منفي اغیزې ولري

طالبانوافغانستان کې واک ته رسیدلو وروسته نه یوازې لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې نجونو پر زده کړو بندیز لګولی، بلکې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر وروسته یې په پوهنتونونوکې هم د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا په طبي انستیتیوتونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز ته د غبرګونو په دوام ملګرو ملتونو په دې اړه ویلي چې که څه هم دا بندیز لا په رسمي ډول نه دی تائید شوی، خو که چیرې پلي شي، دا به زده کړو او روغتیایي خدمتونو ته د ښځو او نجونو پر حقونو باندې د نورو محدودیتونو سبب هم شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د چهارشنبې د ورځې ناوخته ډسمبرڅلورم (لیندۍ ۱۴) د ملګرو ملتونو په مرکز کې خبریالانو سره په خبرو کې په دې راپورونو ژوره اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې دا اداره په افغانستان کې وضعیت له نږدې څاري.

هغه وویل: "که چیرې پلي شي راپور شوی لارښود به زده کړو او روغتیایي خدمتونو ته د ښځو او نجونو پر حقونو باندې نور محدودیتونه رامنځته کړي. په نهایت کې، دا به د افغانستان د روغتیايي پاملرنې پر سیستم او د دغه هیواد په پراختیا ناوړه اغیزه ولري".

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیف دوجاریک د طالبانو څخه وغوښتل چې پر خپله دغه پریکړه دې له سره غور وکړي.

ددې دمخه افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" هم د طالبانو د حکومت پر دې پریکړه چې د یوناما د وینا له مخې تر اوسه په رسمي ډول تائید شوې نه ده ژوره اندیښنه ښودلې وه او ویلي و چې "یوناما" به د رسمي لارو څخه د دغه راپورونو تائید ته دوام ورکړي.

د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت معین بخت الرحمن شرافت کابل کې دغه وزارت کې د طبي انستیتیوتونو د مشرانو سره په یوه غونډه کې هغوی ته ویلي چې سر د سه شنبې د ورځې، دسمبر درېیمه (لیندۍ ۱۳مه) په طبي انستیتیوتونو (قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ، لابراتوار) ته د نجونو محصلینو په شمولیت او روانو درسونو بندیز لګیدلی دی.

خو د طالبانو حکومت تر اوسه دا پریکړه چې ویل کېږي د دغه ډلې د مشر، ملا هبت‌الله آخندزاده په امر شوې، نه ده تائید کړې.

خصوصي طبي انسیتیوتونو ته نږدې ځینو سرچینو د پنجشنبې په ورځ ډسمبر پنځم (لیندۍ ۱۵) امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت له خوا ورته ویل شوي چې د لسو ورځو په موده کې دې په طبي انستیوتونو کې د نجونو او ښځو څخه د ازموینې د اخیستلو او د هغوی د درسونو بهیر بشپړ کړي.

دغو سرچینو وویل چې د چهارشنبې په ورځ په اکثرو انسیتیوتونو کې نجونې او ښځې بیرته خپلو ټولګیو ته ستنې شوې وې. خو دغو سرچینو ویل چې دا لا معلومه نه ده چې د لسو ورځو د تیریدو وروسته به په دغو انسیتیوتونو کې زده کړې دوام وکړي او که نه.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په کابل او یو شمیر ولایتونو په مرکزونو کې په دغو طبي انسیتیوتونو په لسګونو زرو نجونو زده کړې کولې.

د بلې خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" عمومي مشرې کاترین روسیل په یوه اعلامیه کې چې د چهارشنبې د ورځې ناوخته په نیویارک کې خپره شوې ددې پریکړې د منفي اغیزو په اړه خبرداری ورکړی دی.

میرمن روسیل ویلي: "یونیسف لا هم ددغو مختلفو روایتونو د صحت د معلومولو او ددغې مسلې د هوارولو لپاره دهڅو د هرکلي په لټه کې دی. که چیرې دا بندیز تائید شي نو د اټکل له مخې به دا د رزګونو ښځو روغتیايي زده کړو مخه ونیسي او روغتیايي خدمتونو ته به د ښځو او نجونو لاس رسی د خطر سره مخ کړي".

د ماشومانو د ملاتړ د ادارې عمومي مشرې ویلي چې که چیرې دا پریکړه پلي شي نو دا به په افغانستان کې د ښځو او نجونو پرحقونو یو بل ویجاړونکی ګوزار اوسي او ددغه هیواد د نفوس نیمايي وګړو ته د فرصتونو د مخنیوي په برخه کې د تمایل دوام اوسي.

میرمن روسیل ویلي چې دا به نه یوازې په ټولنه کې د ښځو د مرستې کولو او د عاید ترلاسه کول توانمندي لا محدوده کړي، بلکې همداشان به ټولو افغان وګړو ته روغتیايي خدمتونو د لاس رسي په برخه کې ناسمې پایلې ولري، چې د میړینو سبب به شي.

میرمن روسیل ویلي: "افغانستان له وړاندې په ناهیلې ډول د روزل شویو مسلکي روغتیايي کارکوونکو په ځانګړي ډول د ښځو روغتیايي کارکوونکو د کمبود سره مخ دی. ښځینه مسلکي روغتیايي کارکوونکې ددې ډاډ په ترلاسه کولو کې چې میندې کافي روغتیايي پاملرنه او ماشومان واکسیین ترلاسه کوي او ټولنې اړینو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی لري ډیر حیاتي رول ترسره کوي".

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې عمومي مشرې ویلي چې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پرته ښځې کیدای شي چې د امیدوارۍ پر مهال د زیږون څخه مخکې او ډیر کم امکان شته چې خپل ماشومان په خوندي ډول په کلینیکونو وزیږوي.

میرمن روسیل ویلي: "په داسې یو هیواد کې چیرته چې ښځې او ماشومان د کلتوري حساسیتونو له امله پر مسلکي ښځینه روغتیايي کارکوونکو باندې اتکا کوي، چې په راتلوونکې کې د روغتیايي خدمتونو برابرونکود بهیر د لړۍ پرې کول به د خلکو ژوند د ګواښ سره مخ کړي".

د یونیسف مشرې د طالبانو له واکمنو چارواکو غوښتي چې ښځو ته دې اجازه ورکړي چې طبي زده کړو ته دوام ورکړي.

میرمن روسیل ویلي چې د افغانستان د روغتیا راتلونکی سیستم په بشپړ دول د ښځینه او نارینه مسلکي روغتیايي کارکوونکو ګډون متکي دی.

طبي انسیتیوتونو ته نږدې سرچینې وايي چې د طالبانو د حکومت له خوا دغو انسیتیوتونو ته تراوسه ددغه بندیز په اړه په رسمي ډول کوم مکتوب نه دی سپارل شوی. ددغو سرچینو په وینا د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ورته یوازې په شفاهي ډول په دې اړه خبر ورکړی دی.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال د داګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د رسیدلو وروسته نه یوازې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی، بلکې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د ۲۴ ورځې وروسته یې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

طالبانو تراوسه د نجونو اوښځو پرمخ د ښوونیزو ادارو د بیرته پرانیستلو په اړه د نړیوالې ټولنې پرله پسې غوښتنو ته نه یوازې مثبت ځواب نه دی ورکړی، بلکې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون په نافذولو سره یې پر ښځو او نجونو باندې نور محدودیتونه هم لګولي دي.

دا قانون چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن النمکر وزارت د محتسبینو له خوا پلی کیږي له مخې یې هغوی دا واک ترلاسه کړی چې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې وټاکي.