ملګري ملتونه: غزې کې د مرستو ویش په ځای کې اکثر کسان په ډزو ټپي شوي

عکس: په غزه کې یو ټپي شوی کس

د ملګرو ملتونو یوه ډله چې د غزې په یو روغتون کې د پنجشنبې ورځې په پیښې کې ټپي شوي کسانو لیدو ته ورغلي و، وایي اکثریت کسان چې د خوراکي موادو ویش په ځای کې ټپي شوي، په ډزو لګیدلي دي.

د اسرائیل یوې سرچېنې ویلي چې ځواکونو یې فکر کاوه راټول شوي خلک به ګواښ پېښ کړي او له همدې کبله یې پرې ډزې کړي.

د ملګرو ملتونو مامورین د څه باندې یوې اوونۍ وروسته د غزې په شمال کې د الشفا روغتون ته ورغلي و چې دارو درمل او د سونګ مواد یې هم ور وړي و.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفان دوجاریک د الشفا په روغتون کې د پنجشبنې ورځې په پیښې کې د ټپي شویو کسانو په هکله وویل، " د الشفا روغتون ته د راپورونو له مخې تر ۷۰۰ ډیر کسان چې د پنجشنبې په ورځ ټپي شوي و، ورغلي و چې نږدې ۲۰۰ یې لا هم بستر دي".

د روغتون مامورینو د ملګرو ملتونو دې ډلې ته چې د روغتیا نړیوال سازمان، د بشري حقونو همغږۍ دفتر او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر استازي پکې شامل و، ویلي چې د پنجشنبې ورځې د پیښې څخه د ۷۰ کسانو مړي هم ور وړل شویدي.

ښاغلي دوجاریک په خبري کنفرانس کې وویل چې د ملګرو ملتونو ټیم په روغتون کې لیدلي چې اکثریت کسان چې ټپي شوي، په ډزو لګیدلي و خو دا یې ونه ویل چې آیا د ملګرو ملتونو دې ټیم په روغتون کې د پنجشنبې ورځې په پیښې کې وژل شوي کسان هم لیدلي که نه.

د غزې عامې روغتیا وزارت چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی ویلي چې پدې پیښې کې ۱۱۵ کسان وژل شوي او تقریباً ۷۶۰ نور ټپي شویدي.

سره لدې چې د اسرائیل یوې سرچینې د فرانس پریس خبري اژانس ته تائید کړې چې ځواکونو یې د خلکو پدې ډلې ډزې کړي ځکه د لاریو په شاوخوا کې راټول شوي خلک به ګواښ پیښ کړي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې په سیمه کې ټیل ماټیل هم شوی.

پداسې حال کې چې متحده ایالاتو ویلي د پیښې په هکله معلومات راټولوي خو یو شمیر نورو هیوادونو بیا دا برید غندلی او په خپلواکه توګه د پلټنو غوښتنه یې کړې.

ترکیې اسرائيل "د بشریت ضد په یو بل جنایت" تورن کړ. د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، "اسرائيل د خپل بشریت ضد جنایتونو کې یو بل جنایت هم اضافه کړ".

فرانسې دا برید غندلی او "د نه توجیه وړ" یي بللی . د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په "ولسي خلکو چې د غذا ترلاسه کولو هڅه یې کوله، د اسرائیل د عسکرو له لوري ډزې د توجیه وړ نه دي".

د غزې په جګړې کې د ملکیانو په مرګ ژوبلې کې د ډیروالي له کبله په اسرائیل فشارونه تر دې حده ډیر شوي چې آن د متحده ایالاتو په شان نږدې متحد یې ویلي چې د اسرائیل ځواب "د اندازې پورته" دی.