ملګرو ملتونو له افغانستان څخه خپل ۱۰۰ نړیوال کارکوونکي ویستل

ملګرو ملتونو د چهار شنبې په ورځ اګست ۱۸ ( زمري ۲۷) له افغانستان څخه خپل کابو ۱۰۰ تنه نړیوال کارکوونکي قزاقستان ته ولیږدول.

دغه سازمان وایي دا کسان به په انلاین شکل کار کوي او محلی کارمندان به په افغانستان کې وي.

د ملګرو ملتونو ویاند ستیفن دوجاریک خبریالانو ته وویل:"دا یو موقتي اقدام دی څو له یوې خوا ملګري ملتونه وکړای شي له ځنډ پرته د افغانستان خلکو ته مرستې ورسوي او په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو پرسونل ته خطر هم وي."

د ملګرو ملتونو دا پرسونل به د قزقستان د الماټا په کازاخ ښار کې په یوه موقتي دفتر کې ځای پرځای شي.

یاد سازمان تر اوسمهاله په افغانستان کې ۳۰۰ نړیوال او کابو ۳۰۰۰ محلی کارکوونکي درلودل.

ښاغلي دوجاریک زیاته کړه، دا اقدام د روښانه ملحوظاتو له امله شوی او کله ملګري ملتونه احساس وکړي "وضعیت اجازه ورکوي" بیرته به ستانه شي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړه، یاد سازمان جدي هڅه کوي څو افغان کارکوونکي او د هغوی کورنۍ خوندي وساتي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ایجنسۍ استازې کارولین وان بورین خبریالانو ته ویلي چې یو شمیر محلي کارکوونکي غواړي پاتې شي په داسې حال کې چې یو شمیر نور په خاص ډول میرمنې غواړي له هغه هیواده ووځي.

میرمن وان بورین زیاته کړه:‌"هغوی یعني میرمنې په دې اړه ډیره اندیښنه لري چې آیا وبه توانیږي کار وکړي. نارینه کارکوونکي د خپلو ښځینه اولادونو په اړه اندیښنه لري. آیا هغوی به ښوونځي ته وکولای شي ولاړ شي. نن ماته وویل شول په داسې حال کې چې یو شمیر میرمنې احساس کوي وضعیت به بیرته ښه شي خو اکثریت میرمنې وايي که وکولای شي غواړي ووځي."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو غوښتي دي چې خپل سرحدات پرانیستي پریږدي او افغان پناه غوښتونکي رد نکړي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکې وایي اکثریت افغانان بهیر ته د سفر لپاره پاسپورت او ویزه نلري، ګن شمیر کسان له غیر قانوني لارو وتلي دي.

میرمن وان بورین زیاته کړه هره اوونۍ شاوخوا ۲۰ زره تر ۳۰ زره کسان وځي چې اکثریت یې ایران او یو شمیر پاکستان ته ځي.