د هرات چاودنه؛ د امنیت شورا د نړیوالو ګواښونو په وړاندې د هیوادونو پر مبارزې ټینګار کړی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په هرات ولایت کې د «ګذرګاه» جومات چاودنې ته په اشارې نړیوال امنیت او سولې ته د متوجه ګواښ په وړاندې د هیوادونو پر مبارزې ټینګار کړی دی.

دغه چاودنه چې ویل کیږي ځانمرګی برید و، د هرات ولایت په ګذرګاه جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال رامنځه شوې ده. د هرات د امنیتي مسؤلینو په وینا دغه چاودنه کې د مشهور دیني عالم مولوي مجیب الرحمن انصاري په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شنبې په ورځ ناوخته سپټمبر درېیمه (وږې ۱۲) په یوې اعلامیې کې د دغه چاودنې د غندنې ترڅنګ ټینګار کړی چې د تروریزم هر ډول عمل، پرته له دې چې د دوی انګېزې ته وکتل شي، په هر ځای، هر مهال او د هر چا لخوا چې تر سره کیږي، "جرم او د توجیه وړ نه دی."

په اعلامیه کې راغلي: "هغوی (د امنیت شورا غړي) د ملګرو ملتونو منشور او نړیوالو اصولو په چوکاټ کې د نورو مکلفیتونو سره سم،د نړیوال بشري قانون، د کډوالو نړیوال قانون او د نړیوال بشردوستانه قانون په ګډون د نړۍ امنیت او سولې ته د متوجه ګواښونو په وړاندې د ټولو هیوادونو لخوا د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ."

د امنیت شورا غړو همدارنګه ویلي چې د هرات جومات برید د هغه بریدونو دوام دی چې په افغانستان کې په جوماتونو، قومي او مذهبي لږکیو باندې تر سره شوي چې د دوی په وینا د ځینو مسؤلیت یې د داعش ـ خراسان څانګې منلی دی.

د یادې شورا د معلوماتو په اساس په افغانستان کې په تېره اګست میاشت کې د ماشومانو په ګډون ۲۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

امنیت شورا د یادو بریدونو د ترسره کوونکو د عاملینو پر نیولو او محاکمې ته سپارولو باندې ټینګار کړی دی.

دغه شورا همدارنګه له ټولو هیوادونو څخه غوښتي چې د نړیوالو قوانینو او امنیت شورا د قطعه نامې له مخې له اړوند چارواکو سره د کړو ژمنو له مخې همکاري وکړي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې د ځينو چاودنو مسؤلیت د داعش خراسان څانګې منلی دی. خو د هرات په ګذرګاه جومات کې د جمعې ورځې چاودنې مسؤلیت لا کومې ډلې نه دی منلی.

د هرات ګذرګاه جومات چاودنه چې ویل کیږي ټول قربانیان یې ملکي وګړي دي، د یوناما، قطر، پاکستان او ایران ترڅنګ په کور دننه هم په پراخه کچه غندل شوې ده.