ملګري ملتونه: د ورزش نړیوال سازمانونه دې د افغان ښځینه ورزشکارانو ملاتړ وکړي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د پاریس په المپیک کې د افغان ورزشکارانو حضور مهم بللی او ویلي یې دي چې په ځانګړې توګه د افغان ښځینه ورزشکارانو ونډه په دغو نړیوالو سیالیو کې ډېره مهمه ده. عکس - ارشیف

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ښځې له زده کړو، کار، روزنې او ورزشي فعالیتونو څخه محرومې شوې دي، د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې په یو لیک کې له نړیوالو ورزشي سازمانونو، په ځانګړي توګه د المپیک له نړیوالې کمېټې څخه غوښتي چې د افغان ښځینه ورزشکارانو ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په دغه لیک کې، چې د جمعې په ورځ، اګست نهمه (زمري ۱۹مه) خپور شو، له ورزشي سازمانونو غوښتل شوي چې د طالبانو له خوا د ورزش په ډګر کې د افغان ښځو پر ګډون بندیز سره خپل کلک مخالفت څرګند کړي.

په دغه لېک کې ټینګار شوی، چې د طالبانو لخوا دغه بندیزونه د افغان ښځو او نجونو د حقونو څخه یو بې ساري سرغړونه ده او له ورزشي بنسټونو غوښتل شوي، چې په دې اړه پرېکنده اقدام وکړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي: "طالبانو له نږدې درې کلونو راهیسې په افغانستان کې ښځې او نجونې له هر ډول سپورتي فعالیت څخه منع کړي دي، چې دا یوه نه منونکې سرغړونه ده چې په بل هیڅ یو هېواد کې نه پلي کېږي."

په لیک کې دا خبرداری هم ورکړل شوی چې "دا بندیز د طالبانو لخوا په سیستماتیکه توګه پلی کیږي، چې کېدای شي د بشریت پر ضد د جرم بڼه خپله کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۴ کال د اوړي المپیک سیالۍ دوه اونۍ مخکې د فرانسې په پلازمینې، پاریس کې پیل شوې او د افغانستان په استازیتوب، شپږ ورزشکاران (درې ښځې او درې نارینه) په کې ګډون کړی دی. دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې ویلی، چې په دغو سیالیو کې د طالبانو هېڅ استازی ګډون نلري.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د پاریس په المپیک کې د افغان ورزشکارانو حضور مهم بللی او ویلي یې دي چې په ځانګړې توګه د افغان ښځینه ورزشکارانو ونډه په دغو نړیوالو سیالیو کې ډېره مهمه ده.

په لیک کې همدارنګه ټینګار شوی چې نړیوالې ورزشي ټولنې باید د طالبانو د ظالمانه تګلارو په وړاندې د افغان ښځینه ورزشکارانو ملاتړ او د هغوی د حقونو دفاع وکړي.

ملګرو ملتونو د المپیک نړیوالې کمېټې له خوا په پاریس کې د جنسیتي انډول پر بنست د افغان ورزشکارانو له ملاتړ څخه هرکلی کړی، خو ټینګار یې کړی چې دې برخه کې باید ډېر کار ترسره شي.

په ورته وخت کې، دغو کارپوهانو په افغانستان کې د طالبانو پر تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له ورزشي ډګر څخه د افغان ښځو او نجونو بې برخې کول، د نه منلو وړ دی او باید پای ته ورسېږي.

خو بلخوا،‌ د طالبانو د حکومت چارواکو تر دې مخکې ویلي وو، چې د‌ پاریس په سږني المپیکي سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب درې افغان ښځینه ورزشکارانې د افغانستان استازې ندي او دوی یې نه پېژني.

همدارنګه، د بشري حقونو د څار ادارې هم ویلي وو چې په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې له خپلو بسنټیزو حقونو، په ځانګړې توګه له زده کړو او ورزش څخه بې برخې دي. د دغې ادارې په وینا، طالبان باید پر ښځو ټول بندیزونه لیرې کړي او دې سرغړونې ته د پای ټکی کېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې د المپیک نړیوالې کمېټې د طالبانو د لومړي واکمنۍ پر مهال، په ۱۹۹۹ کال کې په المپیکي سیالیو کې د افغانستان پر ګډون بندیز لګولی و.