ملګرو ملتونو یمن کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د ډېرېدو خبرداری ورکړ

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې په یمن کې د حکومت تر کنترول لاندې سیمو په خوار ځواکۍ (سوء تغذیه) اخته ماشومان په «خورا سخت وضعیت» کې دي‌ او شمېر یې په زیاتېدو دی.

دغې ادارې د یکشنبې په ورځ اګست ۱۸ (زمری۲۸) په یوې اعلامیې کې وویل: «د تېرکال په پرتله، تر پنځو کلونو د کم عمر هغو ماشومانو شمېر چې په خوارځواکۍ اخته دي او یا د وزن له جدي کمېدو سره مخامخ دي، تر ۴۳ سلنې پورې زیات شوی او ۶۰۰زره نور ماشومان، چې ۱۲۰زره یې په خوارځواکۍ اخته دي، له دغه وضعیت څخه کړېږي.»

په یمن کې له ۲۰۱۴ کال راهېسې د حکومتي ځواکونو او حوثي شیعه یاغیانو ترمنځ جګړه روانه ده. نړیواله ټولنه د یمن حکومت په رسمیت پېژني او د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف یې ننګه کوي. ایران بیا د حوثي یاغیانو ملاتړی دی.

یمن تر جګړې مخکې هم له بې وزلۍ سره مخامخ و، خو جګړې دا هېواد په نړۍ کې په یو لوی بشري کړکیچ بدل کړی دي.

یونیسف ویلي دي دي چې د خوارځواکۍ ستونزه د «کولرا، شرې» له کبله او د غذا او څښاک د پاکو اوبو د کموالي او نشتولي له کبل ده.

د دغې ادارې د معلوماتو په اساس، چې د حکومت تر کنترول لاندې په ۱۱۷ سیمو کې فعاله ده، وايي چې شاید دا ټولې جولاۍ له میاشتې څخه نیولې تر اکتوبر پورې د خوارځواکۍ ستونزې تجربه کوي. او ځینې سیمو کې یې بیا دا ستونزې له حده زیاتې دي.

په یمن کې ځینو نړیوالو ادارو د بودیجې د کموالي له کبله خپل فعالیتونه کم کړي دي. د یونیسف مشر وویل: «دا راپور یو اندېښمن کوونکی بهیر تائیدوي.»

د خوړو نړیوال پروګرام مشر پیر هونورات وویل دي اسیب پذیره خلک ممکن د کافي غذا د نشتوالي او ستوء تغذیې له ستونزو سره ډېر مخامخ شي.