ملګرو ملتونو افغانستان کې د روغتیایي وضعیت د خرابیدو خبرداری ورکړ 

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روغتیایي وضعیت د مخ په زیاتیدونکي خرابوالي او پدې هیواد کې د مختلفو ناروغیو د زیاتوالي په هکله خبرداری ورکړ.

د ملګرو ملتونو ویاند ستیفن دوجاریک، د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۹ (تلې ۷) روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي راکمیدل، د شري او اسهال ناروغیو د پیښو د زیاتیدو، د کروناویروس د پیښو په وړاندې د مبارزې د کچې راټیټیدل او د پولیو د پیښو د زیاتیدو احتمال د افغانستان د عمده روغتیایي ستونزو په توګه یاد کړل.

ښاغلي دوجاریک وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان رپوټ ورکړی چې د ۲۳۰۰ روغتیایي مرکزونو له ډلې چې پر کابل باندې د طالبانو له واکمن کیدو دمخه د نړیوال بانک له لورې تمویل کیدل یواځې ۱۷ فیصده یې فعال دي او له دریو څخه په دوو روغتیایي مرکزونو کې اساسي درمل نشته.

د ملګرو ملتونود ویاند په وینا د روغتیا نړیوال سازمان د مرستندویه هیوادونو سره کار کوي چې په افغانستان کې روغتیایي مرکزونه فعال پاته شي او د مړینو کچه راټیټه شي.

هغه زیاته کړه چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو پولي صندوق (یونیسف) هم ژمنه کړې چې خپل فعالیت په افغانستان کې چټک کړي او شاوخوا ۱۰۰ نوي سیار روغتیایي ټیمونه جوړ کړي.

ښاغلي دوجاریک همداشان وویل چې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق په ټول افغانستان کې د قابلو د کار د دوام خبر ورکړی تر ځو ښځو او نجونو ته د روغتیایي مراقبت مهم حیاتي خدمات برابر کړي.

د ملګرو ملتونو دغه مهم مقام وویل چې دغه سازمان د ۶۰۶ میلیون ډالرو سمدستي غوښتنه کړې چې ۱۱ میلیون اړمندو افغانانو ته د کال تر پایه مرسته وشي او د هغوی روغتیایي ستونزې رامنې شي، د بیځایه کیدو مخنیوی یې وشي. خو تر اوسه دوی یواځې ۱۳۵ میلیون ډالر راټول کړي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان هغه وخت د مرستو "فوري غوښتنه" کوي چې یو نوي بشري ناورین، بیړنۍ حالت او یا انساني فاجعې د مخنیوي لپاره ورته اړتیا ولري.

له دې دمخه د روغتیا د نړیوال سازمان او د خوراک د نړیوال پروګرام په ګډون د ملګرو ملتونو ادارو په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کیدو خبرداری ورکړی و او د افغانستان د خلکو سره یې د بشري مرستو غوښتنه کړې وه.