یوناما حکومتي چارواکو ته: دولتي امکانات د کاندیدانو په ګټه مه کاروئ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا «یوناما» له ټولو کاندیدانو او د هغوی له پلویانو غوښتي چې خپلې انتخاباتي مبارزې د ټاکنو قانون د اصولو سره سم تر سره کړي.

یوناما همدارنګه وايي، کاندیدان باید خپل راتلونکي پلانونه په واضح ډول له خلکو سره شریک کړي، تر څو خلک تر پوره پوهاوي وروسته راتلونکی ولسمشر غوره کړي.

نن دوشنبه د «زمري میاشتې پر۷مه» په دې اړه د یوناما له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې له حکومتي چارواکو څخه هم غوښتل شوي چې دولتي امکانات د کوم ځانګړي کاندید په ګټه ونه کاروي: "ټول حکومتي چارواکي له قانوني اړخه مکلف دي، چې په حکومت کې خپل کارونه له کمپاینونو څخه جلا او د کوم مشخص کاندید په ګټه له خپل موقف څخه ګټه پورته نه کړي."

یوناما پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې نن دوشنبه په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو د پیلېدو دوهمه ورځ ده.

دغه کمپاینونه چې تېره ورځ پیل شول، د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له‌مخې د دوو میاشتو په موده کې به کاندیدان خپل راتلونکي پلانونه له خلکو سره شریک کړي.

خو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لسو کاندیدانو د اعتراض په ډول تر راتلونکي پنجشنبې خپل ټاکنیز کمپاینونه ځنډولي دي.

راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ۱۸ تنه کاندیدان دي چې له ډلې تېره ورځ یوازې عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني کمپاینزې غونډې تر سره کړې.

تر دې مخکې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم له ټولو کاندیدانو څخه غوښتي و چې د ټاکنو قانون د اصولو په نظر کې نیولو سره خپل کمپاینونه تر سره کړي.

ټاکل شوې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې میزان میاشتې پر ۶مه نېټه تر سره شي.

راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار، احمدولي مسعود، حکیم تورسن، شیدا محمد ابدالي، عنایت الله حفیظ، عبداللطیف پدرام، غلام فاروق نجرابي، نورالحق علومي، محمد حنیف اتمر، فرامرز تمنا، محمد شهاب حکیمي، رحمت الله نبیل، محمد ابراهیم الکوزی، نورالرحمان لېوال، زلمی رسول، او سید نورالله جلیلي ځانونه کاندید کړي دي.

که څه هم افغان حکومت د یادو انتخاباتي کمپاینونو د امنیت په اړه مخکې لا ډاډ ورکړی و، خو تېره ورځ د راتلونکو ولسشمریزو ټاکنو د کاندید محمد اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح پر دفتر موټر بم او ډله ییز برید کې ۲۰ تنه ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.