ملګرو ملتونو یو ځل بیا د طالبانو له بند څخه د افغان ښځینه فعالانو خوشې کیدو غوښتنه کړې

AFGHANISTAN-WOMEN-RIGHTS-PROTEST

د ملګرو ملتونو مرستنیدویه پلاوي دفتر"یوناما " په افغانستان کې د طالبانو له خوا د یو شمیر ښځینه فعالانو په خپلسر نیولو او په بند کې د اوږدې مودې لپاره د هغوی په پاتې کیدو ژوره اندیښنه ښودلې ده.

یوناما د پنجشنبې په ورځ ډسمبراووم (لیندۍ ۱۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د طالبانو له چارواکو ددغو ښځینه فعالانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو، د هغوی د کورنیو له خوا ورسره د لیدو کتو او هم ورته د حقوقي ملاتړ د برابرولو په برخه کې د ژمنو د عملي کیدو غوښتنه کړې ده.

يوناما ویلي: "یوناما یو ځل بیا تکراروي چې د نړیوالو بشري حقونو او د مکلفیتونو پر اساس باید د نظر د بیانولو ازادي وساتل شي".

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" ویلي چې د روان ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د ۱۹ ورځې راهیسې طالبانو د ښځو د حقونو څلور فعالانې نیولي چې دا دفتر د هغوی په خپلسر د اوږدې مودې د نیولو د اغیزو په اړه په ژوره توګه اندیښمن دی.

د بشري حقونو د څار د سازمان د یو راپور له مخې د ښځو د حقونو دا څلور فعالانې ژولیا پارسي، ندا پروانې، منیژه صدیقي او پریسا ازاد د اوږدې مودې راهیسې د طالبانو په بند کې ورځې شپې تیروې.

خو دغه سازمان ویلي چې د دغو ښځینه فعالانو سربیره ډیرې نورې ښځینه فعالانې هم چې تراوسه یې نومونه نه دي په ډاګه شوي د طالبانو په توقیف ځایونو کې بندیانې دي.

د بشري حقونو د څار د سازمان چې د نومبر۳۰ (لیندۍ نهم) یې خپور کړی ویلي: "په ډیرو برخو کې هغه ښځې چې نیول شوي، نومونه یې نه دي ښودل شوي، کورنۍ یې د دې لپاره د معلوماتو د پټولو هڅې کوي چې د هغوی چپ پاتې کیدل به وکولای شي چې د نیول شویو ښځو ازادي تضمین کړي او د بند پر مهال د طالبانو ناسمه ګټې اخیستنه به کمه کړي".

په ورته وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان هم د پنجشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست څخه په عاجل او پرته د قید اوشرط څخه ددغو څلورو ښځینه فعالانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان په یو لنډ ویديوي پیغام کې د افغان میرمنو د حقونو لپاره د ژولیا پارسي، ندا پروانې، منیژه صدیقي او پریسا ازاد د فعالیتونو یادونه هم کړې او ویلي دي چې طالبان باید د ښځینه فعالانو په خپلسر د نیولو لړۍ بنده کړي او دا څلور میرمنې پرته د قید او شرط څخه خوشې کړي.

طالبانو تراوسه د یوناما او د بخښنې د نړیوال سازمان غوښتنو ته غبرګون نه دی ښودلی. طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان مې واک ته د رسیدلو وروسته په پرله پسې ډ‌ول پر ښځو او نجونو د زده کړو او کار په ګډون بندیزونه لګولي او په ټولنه کې یې د هغوی فعالیتونه ډیر زیات محدود کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دا کړنې د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض بللی او د طالبانو څخه یې په فوري ډول ددغو محدودیتونو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د خلکو په ورځیني ژوند باندې د طالبانو د حکومت له خوا د خپرو شویو ځینو پریکړو د اغیزو په اړه په یو راپور کې چې د ډسمبر په لومړیو کې خپور شوی ویلي دي چې ددغو پریکړو له ډلې ۱۴ یې د زده کړو، کار او روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي په برخو کې د ټولنیز کنټرول په اړه دمخه خپرو شویو اقداماتو د لا زیات اغیزمنیدو لپاره ترسره شوي دي.

اوچا وايي چې ددغو پریکړو له امله زده کړو ته ښځو لاس رسی لا محدود شوی چې په کې کلیوالو ښوونځیو کې محدودیتونه او د طبي زده کړو په برخه کې محدودیتونه شامل دي. همداشان کاري فرصتونو ته د ښځو د لاس رسي لکه د ښځو د سینګارتونونو بندیدل ،روغتیايي مرکزونو او د ښځو اړوند روغتیايي معلوماتي مرکزونو ته د هغوی د لاس رسي محدودیتونه شامل دي.

خو د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې د طالبانو د حکومت دغو پریکړو د افغان وګړو پر ژوند د کنټرول او د بشري مرستو برابرونکو په چاپیریال باندې اغیز کړې دی.

اوچا ویلي: "نوې کړنلارې د ورځیني ژوند د مختلفو اړخونو بڼې ته او مخ په زیاتیدونکي ډول زده کړو، روغتیا او کار ته د ښځو لاس رسی او د مرستې رسونې طریقې او محتوا محدودوي".

دا اداره وايي چې ژوند چارې چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال څومره محدودې وې لا تراوسه د هغه وخت محدودیتونو ته نه دي رسیدلي، خو د طالبانو د چارواکو د پریکړو څخه داسې معلومیږي چې د افغانستان ټولنه د ( ۱۹۹۶-۲۰۰۱) کلنو حالت ته ورو ورو د ستنیدلو په حال کې ده.

د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې د نجونو په زده کړو لګیدلي محدودیتونه دایمي نه دي اودا حکومت د اسلامي شریعیت په چوکاټ کې د نجونو او ښځو حقونو ته ژمن دی.