یوناما: د افغان سولې لپاره هڅو کې باید خنډ رانشي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) وايي چې د افغان سولې په پروسې د تمرکز لپاره به ملګري ملتونه له ښکېلو خواو سره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

یوناما د پنجشنبې په ورځ د اپریل ۲۲ (غويي دویمه) په یو بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د دغه بنسټ مشرې ډیبرا لاینز دوحې ته د خپل سفر په مهال د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو له پلاوي سره د خبرو لړۍ پای ته رسولې ده.

یوناما ویلي چې دیبرا لاینز په دې څو ورځني سفر کې له افغان لورو او نړیوالو شریکانو سره د افغانستان د سولې د مذاکراتو په پیاوړتیا او په دې برخه کې د هڅونې په غوره لارو چارو باندې خبرې کړې دي.

په بیان کې راغلي: "د افغانستان د سولې له مذاکراتو څخه د ملاتړ په هڅو کې به ځنډ رامنځ ته نشي. ملګري ملتونه به د افغان سولې په بهیر باندې د تمرکز او یو عادلانه او دوامداره توافق ته د رسېدلو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوريت او طالبانو له استازو سره خپل ښکېلتیا ته دوام ورکړي. د سولې د راوستلو لپاره باید په افغان هڅو کې هیڅ ډول خنډ رانشي".

یوناما ویلي چې د استانبول په کنفرانس کې ځنډ د افغانستان په مسله کې ښکېلو خواو او ګوندونو ته یو بل فرصت برابر کړی ترڅو د دوحې په مذاکراتو کې پرمختګ څرګند کړي او سولې ته د رسېدو لپاره ارام ونکړي.

ملګرو ملتونو همداشان ویلي چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو او د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې به خپل ملاتړ لا زیات کړي.

په بیان کې ټینګار شوی: "د ملګرو ملتونو بې‌پرېوالی او د تشکیلاتو وړتیا د افغانانو او نړیوال فعالینو په ځانګړې توګه د سیمې هغو دولتونو په واک کې به وي چې د سولې د راوستلو لپاره هڅې کوي".

د افغانستان په اړه د استانبول کنفرانس چې ټاکل شوې وه د اپریل په ۲۴مه د افغانستان د حکومت، طالبانو، د سیمې د هېوادونو، امریکا او یو شمیر نورو هېوادونو د استازو په ګډون جوړ شي تر نامعلومې مودې ځنډول شوی دی.

خو ځینو سرچینو ویلي ټاکل شوې چې دغه کنفرانس له کوچني اختر وروسته جوړ شي.

تیره ورځ د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزیر سید سعات منصور نادري وویل چې د استانبول کنفرانس د طالبانو د نه ګډون له امله ځنډول شوی دی.