تېرو شپږو میاشتو کې ۱۲۸۲ ولسي افغانان وژل شوي ـ یوناما

عکس( ارشیف)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالي یا یوناما وايي، د روان ۲۰۲۰ کال په لومړۍ نیمايي کې ۳۴۵۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوناما نن دوشنبه جولای۲۷(زمري۶) په دې اړه خپل راپور کې ویلي چې د یادو ملکي وګړو له ډلې ۱۲۸۲تنه وژل شوي او ۲۱۷۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د یادې مرګ ژوبلې ۵۸ سلنه د دولت ضد عناصرو لخوا رامنځته شوې چې په وینا یې۴۳ سلنه یې یوازې وسله والو طالبانو ته متوجه کیږي.

یوناما زیاتوي چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه بیا د جون تر وروستۍ نېټې پورې د طالبانو لخوا ۱۴۷۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې ۵۸۰ تنه وژل شوي او ۸۹۳ نور ټپیان شوي دي.

راپور وایي چې د ۲۳ سلنې ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسؤلیت دولت پلوه ځواکونو متوجه کیږي چې په وینا یې ۲۸۱ تنه ملکي ګړي یې وژلي او ۵۰۸ نور یې ټپیان کړي دي.

یوناما وايي د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د هوایي بریدونو له امله ملکي تلفات د تیر کال دهمدې مودې په پرتله درې برابره لوړ شوي دي.او همدارنګه زیاتوي چې د دولتي ځواکونو لخوا ملکي تلفاتو کې هم ۹سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یوناما په راپور کې راغلي چې ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله تر ډېره په ملکي سیمو کې د ځمکنیو نښټو غیر مستقمو ډزو، سړک غاړې ماین او ځان وژونکو چاودنو او هدفي بریدون کې رامنځته شوې ده.

په راپور کي ویل شوي د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۹۷ افغان مېرمنو ته هم تلفات اوښتي چې له ډلې ۱۸۳ تنې وژل شوي او ۲۵۹ نورې ټپیانې شوي دي.

یوناما زیاتوي چې په دغه موده کې ۱۰۶۷ تنو ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې ۳۴۰ تنه وژل شوي او ۷۲۷ نور ټپیان شوي دي.

وايي پداسې حال کې چې د ملکي تلفاتو شمیرې د ۲۰۱۹ کال د لومړیو شپږو میاشتو پرتله ۱۳ سلنه کمښت ښیي، خو زیاتوي چې د افغانستان جګړه د نړۍ په کچه د ملکي وګړو لپاره ترټولو وژونکې جګړه ده.

راپور وايي چې د ملکي تلفاتو په کچه کې د ټیټوالي اصلي لامل د نړیوالو پوځي ځواکونو او د داعش د خراسان څانګې د عملیاتو کموالی دی چې د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو عملیاتو کې ملکي مرګ ژوبله لا نه ده بنده شوې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره پر دواړو لورو غږ کړی چې سولې خبرو ته سره کېني:" په داسې وخت کې چې د افغانستان حکومت او طالبان تاریخي فرصت لري چې د سولې خبرو اترو لپاره د خبرو میز ته سره راټول شي، تریخ حقیقت دا دی چې جګړه هره ورځ په دوامداره توګه ملکي وګړو ته لوی زیان اړوي."

آغلې لاینز له دواړو خواو غوښتي چې په راپور کې د مستند شویو پېښو په اړه غبرګون وښيي.

افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو تر دې مخکې دواړو لورو د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته د پاملرنې ژمنه کړې ده.