افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" ویلي چې د زندانونو د چارو د برحاله چارواکو د هغې ژمنې هرکلی کوي چې په کې د بندیانو د حالت د ښه کولو او د بشري حقونو د ټیمونو لپاره زندانونو ته د دوامداره لاس رسي ډاډ ورکړل شوی دی.
یوناما د پنجشنبې په ورځ اکتوبر لسم (تلې ۱۹) رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې ددغې ادارې مشره او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د افغانستان د زندانونو د چارو د سمون له برحاله ادارې سره د خبرو اترو د هرکلي په ترڅ کې د دوی په بندې خانو کې د بندیانو د حالت د ښه کولو لپاره د دوامداره همکارۍ او خبرو اترو لپاره ټینګه ژمنتیا څرګندوي او زندانونو ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ټیمونو د لاسرسي څخه ډاډ ورکوي.
میرمن اوتنبایوا ویلي: "د بشري حقونو څارل او راپور ورکول په افغانستان کې، د امنیت شورا له خوا مونږ ته د راکړل شوي کار یوه مهمه برخه ده، او زه د زندانونو د چارو د سمون ادارې د دې ژمنتیا هرکلی کوم چې په ټول هېواد کې زندانونو ته زمونږ د بشري حقونو ټیمونو ته اړین لاسرس برابر کړی، د هغو زندانونو په ګډون چې ښځینه بندیانې په کې ساتل کږ ي ".
افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې او د یوناما مشرې وویل: "ټول بندیان بنسټیز حق لري او د دې ګډه لیوالتیا لرو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې دغه حقونو ته بشپړ درناوی وشي ".
د طالبانو د زندانونو د چارو د سمون ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې ددغې ادارې رئیس محمد یوسف مستري د سه شنبې په ورځ اکتوبر اتم ( تلې ۱۷) په کابل کې د یوناما د مشرې سره کتلي دي.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "یاد پلاوی د دې ادارې د رهبرۍ پر ملتیا، د کابل ولایت د ښځینه محبس د محبوسینو او د توقیف خونې توقیفیانو د وضعیت د ارزونې په موخه د هغوی سلولونه، خونې، خوړنځي، او نورې خدماتي برخې او چارې وارزولې؛ د ښځينه محبوسینو او توقیفیانو غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل او د هغوی د وضعیت له ښهوالي یې ډاډ او رضایت ترلاسه کړ ".
یوناما هم ویلي چې د سه شنبې په ورځ میرمن اوتنبایوا سره د ښاغلي مستري په کتنه کې د زیانموونکو بندیانو په ځانګړي ډول د ښځینه بندیانو لپاره په کافي اندازه د حقوقي مرستو نشتون، د زندان د خدمتونو مسلکي کولو اړتیا په ګډون د بندیانو د وضعیت په اړه ګڼي نورې اندیښنې هم سره شریکې کړي دي.
یوناما ویلي: "په دې خبرو کې د کابل څرخي پله له زندان څخه لیدنه هم شامله وه، چې له ۵ زرو څخه زیات بندیان په کې ساتل کیږي. اوتنبایو ا ته خبر ورکړ ل شو چې د زندان نفوس مخ په زیاتېدو دی، چې په ورځني ډول زندان ته د داخلیدونکو بندیانو شمېر د خوشې کیدونکو بندیانو د شمیر څخه یات دی".
میرمن اوتنبایو له دغو خبرو وروسته وویل: "ما هم له دغه فرصت څخه په ګټې اخیستنې له ښځینه بندیانو سره وکتل او د هغوي د قضیو په تړاو مې د هغوي ستونزې په مستقیمه توګه واوریدې، په ځانګړې توګه د حقوقي مرستو د نشتون په اړه. باید ډېر کار وشي تر څو حقوقي مرستې، چټکې محاکمې او د حبس بدیلو لارو چارو په ګدون په عد لي سیستم کې د بندیانو حقونه مراعات شي . هیله لرم چې د پراخ تعامل له لارې په دې برخه کې په افغانستان کې نور پرمختګ هم رامنځته شي ".
نومو ړ ې زیاته کړه "موږ باید همدارنګه پر هغو هڅو تمرکز وکړو چې په زندان کې ډیرو بندیانو پاتې کیدو اصلي لاملونو ته رسید ګي کوي ."
میرمن اوتنبایو ا د زندانونو د چارو د سمون د مسولینو له خوا د بندیانو لپاره د ملګرو ملتونو د زیاتو مرستو غوښتنې واوریدې، په ځانګړې توګه د روغتیا، تغذ يي، تعلیم او حرفوي روزنې په برخو کې ، ترڅو د ژوندانه امکانات ښه کړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې خبرداری ورکړی سره له دې چې بشري اړتیاوې څرګندې دي ، خو د افغانستان لپاره نړیوالې مرستې مخ په کمیدو دي، چې لوی لامل یې د برحاله چارواکو له خوا پر ښځو باندې دوامداره محدودیتونه او په دې وروستیو کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون نافذیدل کوم چې په شخصي چلند او رفتار باندې سخت محدودیونه وضع کوي.
یوناما ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پریکړه لیکونو له مخې حاکمو چارواکو سره تعامل ته دوام ورکوي ترڅو د کورنیوچارو وزارت او د طالبانو د استخباراتو د نظارت خونو په ګډون زندانونو ته له محدودیت پرته لاسرسی ترلاسه کړي.
د یوناما مشرې د ښځو له زندان څخه دا لیدنه او د طالبانو د زندانونو د چارو د سمون د ادارې د چارواکو سره دا لیده کاته په داسې حال کې کړي چې د بشري حقونو نړیوالو سازمانو د طالبانو حکومت په زندانونو کې بندیانو ته د شکنجې د بیلابیلو ډولو د ورکولو د دوام او په خپلسر د بندیانو د نیولو په اړه اندیښنې څرګندې کړي دي.
د رواداري په نوم د بشري حقونو یوې ادارې روان ۲۰۲۴ کال د اګست په ۱۵ (زمري ۲۵) د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پرمهال د افغانانو بشري وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰ نېټې پورې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو ۹۲۷۴ پیښې چې نیمايي یې د ژوند د حق د نقض اړوند قضيې دي ثبت او مستندې کړي دي.
رواداري ویلي چې په دې ثبت شویو پیښو کې لکه د ژوند د حق نقض، خپلسر او غير قانوني نيوني، شکنجې چې د قتل لامل شوي، جبري ورک کول او د ظالمانه او غير انساني مجازاتو پلي کول شامل دي.
همدارنګه د رواداري بنسټ ویلي چې د تېرو دريو کلونو په موده کې لږ تر لږه درې زره او ۲۱۳ د خپلسرو اوغير قانوني نیونو پیښې ثبت کړي، چې په دې شمیر کي ۲۲۲ پیښې د طالبانو لخوا د ښځو د نيول کېدو پیښې دي. د تېر حکومت کارکونکي، مدني فعالان، خبريالان او د بشري حقونو مدافعان، هغه کسان چې د طالبانو د مخالفو ډلو په غړيتوب تورن دي او نورغير نظامي وګړي په قربانيانو کې شامل دي.
د رواداري د موندنو له مخې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیرته ستنیدو راهیسې (د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰ پورې) لږ تر لږه ۷۱۹ تنه د تېر حکومت کارکوونکي او د کورنيو غړي په خپلسر او غير قانوني ډول نيول شوي او په قتل رسېدلي دي، چې پدې شمیر کې ۲۸۹ تنه په هدفمند، پټ او پرته د محاکمې په قتل رسېدلي دي او ۴۳۰ نور کسان په خپلسرنيول شوي او زنداني شوي دي.
همدارنګه د رواداري موندني ښيي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰ پورې لږ تر لږه ۳۲ نارينه د طالبانو په زندانونو کي د شديدو شکنجو له امله په قتل رسېدلي دي او همدارنګه پدې موده کې د ۱۴ ښځو په ګډون ۹۰ افغانان د افغانستان په بېلابېلو برخو کي په اجباري ډول ورک کړل شوي دي. دا قربانيان د تېر حکومت کار کوونکي، مدني فعالان، د بشري حقونو مدافعان او نور ملکي وګړي دي.
همدارنګه د رواداري بنسټ وايي، چې د تېرو دريو کلونو په موده کې د ۷۸ معترضو ښځو په ګډون لږ تر لږه ۵۳۱ تنه خبريالان، مدني فعالان او بشري حقونو مدافعان، طالبانو په خپلسر نیولي او بندیان کړي دي.
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د نړیوالو ادارو راپورونه په کلکه رد کړي دي او دا راپورونه یې د طالبانو پرخلاف د نړیوال پروپاګند د کمپاین یوه برخه ګڼلې ده. خو په افغانستان په رسنیو کې په تیره میاشت کې په خپرو شویو رپوتونو کې ویل شوي و، چې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده یوې غونډې ته په وینا کې د طالبانو تر کنټرول لاندې زندانونو کې د بندیانو د وژل کیدو د پیښو یادونه کړې ده.