ملګري ملتونه: د هرات زلزله ځپلو سیمو بیا رغونه نږدې ۴۰۳ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري

عکس ارشیف: د هرات ولایت زلزله ځپلي

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام د نړیوال بانک، اروپایي ټولنې او د آسیا پراختیایي بانک هرات کې د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې د زلزلو وروسته د خلکو د اړتیاو ارزونې په اړه یو راپور کې ویلي چې د زلزله ځپلو سیمو او د خلکو د اساسي اړتیاو د پوره کولو لپاره ۴۰۲.۹ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۱ (کب دوییم) ددغو څلورو نړیوالو ادارو د ارزونې موندې خپرې کړي چې دا ښيي په دغه زلزله کې خلکو ته د ۲۱۷ میلیونو ډالرو مستقیم فزیکي زیان او ۷۸.۹ میلیونو ډالره نور زیان رسیدلی دی.

دغه ګډه ارزونه (PDNA) په هرات ولایت کې د اساسي بنسټونو د بیارغونې لپاره د۴۰۲.۹ میلیون ډالرو بیړنۍ اړتیاغوښتنه کوي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: " کور جوړونه، تر ټولو ډېر ځپل شوی سکټور،چې د بیا رغونې ۴۱ فیصده جوړوی (۱۶۴.۴میلیون ډالر) دي. زلزلې۴۹۵۷۸ کورونه زیانمن کړي چې له دې جملې څخه۱۳۵۱۶ په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. ښوونه او روزنه دوهم ډیر اغیزمن شوی سکتور دی او دا مهال ۱۸۰ زره زده کونکي اوڅلور زره ۳۹۰ ښوونکي له ستونزو سره مخ دي.د کرنې سکتور، چې په اغیزمنو سیمو کې د ډیری دندې او عاید منبع ده، د پام وړ زیان لیدلی دی".

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د اکتوبر اووم (تلې ۱۵) د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې وروسته د اکتوبر اا ( تلې ۱۹) او د اکتوبر۱۴ (تلې۲۲) هم په همدې کچه زلزلې شوې چې تر ډیره یې د دغه ولایت په نهو ولسوالیوخلکو ته خورا زیات ځاني او مالي زیان اړولی دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په دې زلزله کې له۱.۵۰۰څخه ډیر کسان مړه او له دوه زرو او۶۰۰ څخه نور ډیرکسان ټپیان شوي دي.

دا ارزونه، چې د ملګرو ملتونو د پرمختايي ادارې UNDP)) په تخنیکي مشرۍ ترسره شوې، په کې په هرات کې د زلزلې د ویجاړونکو اغیزو هراړخیز تحلیل وړاندې شوی دی.

په ارزونه کې نهه ولسوالۍ شاملې دي چې شاوخوا۲.۲میلیونه نفوس لري. داپه ګوته کوي چې له ۲۷۵ زرو څخه ډیر خلک اغیزمن شوي.

په دې شمیر کې ۱۷ زره ۳۵۸ حامله میرمنې ، ۱۷ زره او ۱۴۶ ماشومان درې زره او ۹۷۶ سخت معیوبیت لرونکي، درې زره او ۲۰۷ د لوړو عمر لرونکی کورنی، شپږ زره ۸۰۶ کورنۍ چې سرپرستي یې د ښځو په غاړه ده، درې زره ۱۷۶ په مزمنو ناروغیو اخته او۱۴۷ زره د ۱۸کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان شامل دي.

د دغې ارزونې له مخې د هرات، انجیل او زنده جان ولسوالۍ تر ټولو سختې ځپل شوي دي.

په دې ګډه ارزونه کې ویل شوي: " د هرات زلزلې زیان منوونکې ټولنې چې په یو وخت کې د څو ټکانونو سره د مقابلې لپاره محدود مقاومت درلود اغیزمنې کړې. دا ولایت په افغانستان کې یو له هغو سیمو څخه دی چې د داخلي بې ځایه شویوکسانو ترټولولوړشمېرلري د جګړو او وچکالۍ له امله بې ځایه کیدل ،خدماتو، ځمکې او سرپناه ته لاسرسۍ ډېراغیزمن کړی او د غیر صحي لارو چارو خپلولو لامل شوی دی. دې ناورین د خدماتو ناکافي کچه چې دزلزلې له وړاندی یې هم شتون درلود، نوره هم زیاته کړې ده".

دا ارزونه وايي چې زلزلې د جنسیت پر بنسټ ننګونې لا پسې زیاتې کړې، چې د ښځو په مشرۍ سوداګري یې سخته زیانمنه کړي ده او نږدې۶۰- ۷۰٪ زیانمن شوي او یوازې لس فیصدو یې بیرته کارپیل کړی دی.

په دغه ارزونه کې ویل شوي: " دې کار د هغو ښځو او نجونو وضعیت نور هم اغیزمن کړی چې اوس مهال د سختو محدودیتونو سره مخ دي، دوی د ورځني او عامه ژوند له ډیرو برخو څخه محروم اوکار او تعلیم ته لاس رسی نه لري".

داراپور په هرات کې د ناورین په وړاندې د چمتووالي او غبرګون په برخه کې د پام وړ نیمګړتیاوې په ګوته کوي، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې چې د زلزلې په وړاندې د نه مقاومت لرونکي کورونو لرل. په ښځو باندې غیر متناسب اغیزه (دښځو دمړینې کچه۵۸٪) د جنسیت پر بنسټ ځواب ویونکي نوښتونو او د نفوس د بیلابیلو برخو لپاره د مناسب ملاتړ اړتیا په ګوته کوي.

دا د۲۰۲۱د اګست څخه وروسته د څو ادارو ګډ لومړنۍ ارزونه چې د ناورین ځپلو ټولنو اړتیاو ته د رسیدو او د دوی د بیارغونې ملاتړلپاره نړیوال هوډ څرګندوي. دا ارزونه په اکتوبر۲۰۲۳کې پیل شوې چې د ساحې معلومات، په عامه توګه موجود معلوماتو او د ریموټ تحلیل په اساس ترتیب شوې ده.

دPDNA شریکان هیله لري چې دا ارزونه به د ناورین اړوند اړتیاو په اړه کلیدي فعالینو ته خبر ورکولو کې مرسته وکړي

او د ملي او نړیوالو غبرګون هڅو ته وده ورکړي چې په وخت سره د بیا رغونې لپاره ملاتړجلب کړي. د اسیا پراختیایي

بانک، اروپایي ټولنه، ملګري ملتونه او نړیوال بانک د افغانستان له خلکو سره د مرستې په برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ

دي او د ډېرو زیانمنو شویو، په تېره بیا د ښځو او نجونو لپاره د بیا رغونې ډاډ ورکوي.