له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو 'جبري ایستل د نړیوالو اصولو خلاف' دي

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیال رووف مازو له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه د افغان کډوالو پر اېستلو باندې اندېښنه ښودلې او دا اقدام یې د نړیوالو اصولو خلاف بللی دی.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د یکشنبې په ورځ، جنوري ۱۹ (مرغومي ۳۰) راپور ورکړی چې رووف مازو دا څرګندونې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست عبدالکبیر سره په کابل کې د لیدنې پر مهال کړې دي.

په راپور کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو خواو د افغان کډوالو پر وضیعت، د کډوالۍ پر دایمي حللارو، د کډوالو ښارګوټو ته د اسانتیاو برابرولو، د افغان کډوالو د شته ستونزو په موخه له پاکستان او ایران سره د درې او څلور اړخیزو خبرو اترو او ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

په راپور کې د رووف مازو له قوله راغلي: "هغه له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د نړیوالو اصولو خلاف او د اندېښنې وړ موضوع بللې او زیاته کړې يې ده، چې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو اداره، کډوالو ته د ښارګوټو په جوړولو کې مرستو ته تياره ده."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ دې لوپوړي چارواکي دغه راز ویلي که څه هم د نړۍ په کچه مالي کړکېچ د دوی پر چارو باندې منفي اغېزې کړې دي، خو هڅې روانې دي څو د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې لپاره د اړتیا وړ بودجه راجلب کړي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست عبدالکبیر ویلي چې افغانستان ته د کډوالو راستنول د دوی په لومړیتوب کې ځای لري خو ټینګار یې کړی چې په دې پروسه کې وخت او فرصت باید په پام کې ونیول شي او کډوال له نړیوالو اصولو سره سم په خپله خوښه راستانه شي.

تر دې دمه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي‌ کمېشنرۍ د دغه ملاقات په اړه جزیات نه دي ورکړي.

دا اندېښنې په داسې حال کې کېږي چې په پاکستان او ایران کې مېشت افغان کډوال د کوربه هېوادونو له چلند څخه او به جبري توګه له دغو هېوادونو څخه د ایستلو په اړه شکایتونه کړي دي.

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې (UNHCR) په اسلام‌اباد کې د هغو افغان کډوالو پر نیول کېدو او په جبري توګه شړل کېدو باندې انتقاد کړی چې د دغې ادارې اسناد ورته ورکړل شوي دي.

دغې ادارې په یو بیان کې ویلي: "د ملګرو ملتونو د سازمان د پناه اخیستونکو عالي کمیشنرۍ په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې د اقامې په اړه راپورونو څخه خبر دی. موږ درک کوو چې په اوس وخت کې د افغانانو په ټولنو کې ډېره وېره موجوده ده...موږ هڅه کوو چې په دې برخه کې د پاکستان د دولت د اقداماتو په اړه وضاحت ترلاسه کړو ترڅو سمې لارښوونې وړاندې کړای شو."

دغې ادارې هیله څرګنده کړې چې د پاکستان دولت د افغان کډوالو د شړلو په برخه کې یو شمېر اقدامات ترسره نکړي او په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې یې له مېشتو افغان کډوالو څخه غوښتي چې د حقوقي ستونزو او یا نیول کېدو په صورت کې د ملګرو ملتونو له دفتر او شریکانو سره یې تماس ونیسي.