د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري په افغانستان کې د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو ترمنځ د روحي فشارونو د زیاتیدو خبر ورکړی او ویلي دي چې اوس مهال په دغه هیواد کې له هرو پنځه تنو یو یې د روحي ناروغۍ څخه کړیږي.
د ملګرو ملتونو دغې کمیشنرۍ ویلي چې د اقتصادي ستونزو سربیره د طالبانو له خوا پرخلکو لګیدلي محدودیتونه په ځانګړي ډول د امربالمعرف او نهی عن المنکر د قانون د نافذیدو وروسته د ښځو او نجونو ترمنځ د روحي ستونزو د زیاتیدو سره مرسته کړې ده.
دغې کمیشنرۍ ویلي د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له خوا ددغه قانون د توشیح وروسته اوس مهال ډیرې ښځې او نجونې د "عصبانیت،خپګان او ناهیلېتوب" احساس کوي.
طالبان چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته رسیدلي د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې یې د نجونو پر زده کړو د بندیز سربیره د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتې له ۲۴ ورځې راهیسې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې له زده کړو منع کړي او هم یې پر ښځو او نجونو د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د هغوی پر کار بندیزونه لګولي دي.
طالبانو همداشان د تیرو دریو کلنو په موده کې په پرله پسې ډول په ټولنه کې د ښځو او نجونو پر حقونو باندې محدودیتونه لګولي او هغوی یې په عام ژوند کې څنډې ته کړي دي.
په دې برخه کې په یو تازه اقدام کې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون په توشیح کړی چې په افغانستان کې پر خلکو په ځانګړي ډول نجونو او ښځو باندې محدودیتونه لا زیات کړي دي.
دا قانون چې څلور فصله او ۳۵ مادې لري د جولاې د میاشتې په ۳۱ مه ملاهبت الله اخوندزاده توشیح کړی او د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت له خوا د اګست په ۲۱ په رسمي جریده کې خپور کړی دی. د امر بالمعروف نوی قانون د طالبانو د محتسبینو له خوا پلی کیږي، چې په کې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې ټاکل شوي دي.
ددې قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په کې شامل دي په مجموع کې په عام محضر کې لوړغږ ویل عورت بلل شوي او منع شوي دي. همداشان په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي
ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي: "په ۲۰۲۴ کال کې د بشردوستانه اړتیاو د ځواب ویلود پروګرام پراساس روحي ستونزو د نیمايي څخه پر زیاتو افغانانو اغیز کړې چې له هرو پنځه کسانو یو یې د سختو روحي ستونزو څخه کړیږي".
ددغه راپور پراساس د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تراوسه روحي ستونزې د ۴۰ فیصدو څخه تر ۵۰ فیصدو پورې زیاتې شوي چې د ملګرو ملتونو د وینا پر اساس د زیاتیدو احتمال یې لا هم شته دی.
په عین وخت کې افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري د جمعې په ورځ اکتوبر۱۱ ( تلې ۲۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د لیګدلو محدودیتونو له امله افغان میرمنې او نجونې د روحي سلامتیا په برخه کې د یو ناورین سره مخ دي.
میرمن امیري ویلي: "د روحي سلامتیا د نړیوالې ورځې ته په درناوي همهماله غواړم د روحي سلامتیا ویجاړونکي بحران ته پام چې د طالبانو د افراطي سیاستونو له امله د افغانانوپه ځانګړي ډول د ښځو او نجونوروغتیا ګواښوي را واړوم".
میرمن امیري د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د اساسي حقونو د خوندیتوب لپاره دې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف"د افغان ماشومانو ترمنځ د روحي ستونزو په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې نږدې ۴۰ فیصده افغان ماشومان د روحي ستونزو سره مخ دي. دغه سازمان د تیر ۲۰۲۳ کال د جولای د میاشتې په یو راپور کې ویلي چې د ۱۷ کلنو ماشومانو ۲۴ فیصده یې ژور خپګان تجربه کوي چې په اوسط ډول د نورو هیوادونو پرتله ۱۰ فیصده زیاتوالی ښيي.
په دې راپور کې ویل شوي چې ۱۵ فیصده نور ماشومان د خفګان د ستونزې څخه کړیږي.