د طالبانو په ځپونکو پالیسیو د بنیټ نیوکه؛ 'په طالبانو کې د بدلون لپاره باید لار ولټول شي'

طالبانو حکومت په تیرو څه باندې دریو کلنو کې پر افغانستان د بیا واکمنیدو وروسته پرښځو او نجونو باندې د زده کړو او کار په ګډون په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارد بنیټ یو ځل بیا د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو ځپوونکوسیاستونو او پالیسو پر دوام باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې اړتیا ده چې په دغې ډلې کې د بدلون لپاره لارې چارې ولټول شي.

ریچارد بنیټ د دوشنبې د ورځې ناوخته نومبر۲۵( لیندۍ پنځم) د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو ویډیویي پیغام کې ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون "د اخلاقي څارنې ځپونکی قانون دی، چې پر ښځو او نجونو د ظلم او ستم کړنې لا زیاتوي."

هغه ددغه قانون پر پلي کیدو د نیوکې په ترڅ کې ویلي: " مونږ باید یوه لاره ومومو چې طالبان دا ومني چې خپل مسیر بدل کړي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي چې پرښځو او نجونو باندې د طالبانو د ظلم سربیره دا ډله د اقلیتونو او فرهنګې سابقه لرونکو کسانو په ګډون د ټولنې پر ټولو قشرونو ظلم ته دوام ورکوي.

د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د توشیح وروسته دا قانون د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت له د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۱ ( زمري ۳۱) په افغانستان کې نافذ شوی دی.

دغه قانون د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت ټولو کړنو ته قانوني بڼه ورکړې ده، چې له مخې یې د امربالمعروف وزارت محتسبین چې دا قانون پلی کوي دا واک ترلاسه کړی چې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې وټاکي.

ددغه قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرائت په ‌کې شامل دي په مجموع کې په عام محضر کې لوړغږ ویل عورت بلل شوي او منع شوي دي. همداشان په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي.

ریچارد بنیټ په خپله دغه ویديوي وینا کې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د سولې او پخلاینې اړتیا مهمه ګڼلې او ویلي دي چې هیوادونه باید ددغه هیواد لپاره یوه پراخه ستراتیژي چې جنايي کړنو پر وړاندې عدالت هم په کې شامل وي په پام کې ونیسي.

نړیوالې ټولنې څخه غوښتنې

په عین وخت کې په ملګرو ملتونو کې د افغاسنتان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق ویلي چې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته په دغه هیواد کې ښځو او نجونو خپل ټول حقونه له لاسه ورکړي دي.

نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د نومبر د ۲۵ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله وینا کې ویلي چې په افغانستان کې د عام ژوند څخه ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول څنډې ته شوي دي.

هغه وویل: " مونږ د افغان میرمنو پر وړاندې د طالبانو اقدامات او سیاستونه چې نه حقیقي اسلام منعکس کوي او نه هم د افغانستان د خلکو د فرهنګ او ارزښتونو سره اړخ لګوي په جدي ډول غندو".

د نصیر احمد فایق د وینا له مخې جنسیت پر بنسټ تبعیض چې افغان میرمنې او نجونې یې د جسمي ، روانې او بنسټیز شوي تاوتریخوالي په بڼه هره ورځ زغمي لا شدت موندلی دی.

طالبانو حکومت په تیرو څه باندې دریو کلنو کې پر افغانستان د بیا واکمنیدو وروسته پرښځو او نجونو باندې د زده کړو او کار په ګډون زیات شمیر محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو تراوسه د ملګرو ملتونو او د ریچارد بنیټ دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلې. دمخه د طالبانو حکومت ویلي وو چې د اسلام د دین په جوکاټ کې د ښځو ټولو شرعي حقونو ته دا حکومت ځان پاپند ګڼي.

ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ‌‌‌منځه وړلو نړیوالې ورځې د نمانځلو سره هممهاله او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې ۱۶ ورځنی کمپاین هم پیل کړی دی.

ملګري ملتونه وايي چې دا کمپاین د نومبر پر ۲۵ پیل شوی او د ډسمبر په لسمه چې د بشر د حقونو نړیواله ورځ ده به پای ته ورسیږي.