د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو په اړه د تندو کلیماتو پرځای قوي اقدام ته اړتیا ده


د بخښنې نړیوال سازمان ویلي د طالبانو له خوا په افغانستان کې د بیان د ازادۍ پرحق، د ښځو پرسوله ییزو غونډو اود هغوی د سیاسي مشارکت پر حق باندې لګیدلي محدودیتونه پرته له حساب څخه دوام لري.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي د طالبانو له خوا په افغانستان کې د بیان د ازادۍ پرحق، د ښځو پرسوله ییزو غونډو اود هغوی د سیاسي مشارکت پر حق باندې لګیدلي محدودیتونه پرته له حساب څخه دوام لري.

بخښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې څخه په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او د طالبانو د ځپوونکو اقداماتو د مخنیوي لپاره د قوي کلیماتو د کارولو پرځای د قوي اقداماتو غوښتنه کړې او ویلي دي چې یوازې د قوي اقداماتو له لارې په دغه هیواد کې بشري وضعیت ښه کیدلی شي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ ناوخته اکتوبر ۱۸(تلې ۲۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې افغانستان کې د روانو بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه د نړۍ د چوپتیا د ختمولو څخه د ملاتړ لپاره له خلکو څخه په انلاین بڼه د یوغوښتنلیک د لاسلیک کولو غوښتنه کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان په دغه غوښتنلیک کې د نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې دې خپله چوپتیا پای ته ورسوی.

دغه سازمان ویلي: "د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې دا هیواد [افغانستان] د بشري حقونو د سرغړونو- جنسیت پر بنسټ ځپلو، شکنجې، خپلسر نیولو او سانسور په اړه د حساب ورکولو په برخو کې د صفر پرکچه بې حسابه او پرته د وقفې د یو ګرم بستر په توګه همداسې پاتې دی".

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې غبرګون تر پوښتنې راوستی او ویلي دي چې د نړیوالې ټولنې غبرګون په یو ډیر ښه حالت کې او هڅوونکی وو.

د بشري حقونو د څار دغه سازمان ویلي چې طالبانو په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د رسیدلو سره سم په دغه هیواد کې د بشري حقونو په برخه کې سرغړونو ته دوام ورکړی او ښځې یې د ژوند په ټولو برخوکې له ګډون څخه منع کړي او د نورو بشري سرغړونو په ګډون یې شکنجې، ناسم چلند، خپلسر نیونو، جبري ورکیدو، سانسور، په څییر سرغړونو ته یې په بشپړ معافیت سره دوام ورکړی دی .

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي د طالبانو له خوا په افغانستان کې د بیان د ازادۍ پرحق، د ښځو پرسوله ییزو غونډو او د هغوی د سیاسي مشارکت پر حق باندې لګیدلي محدودیتونه پرته له حساب څخه دوام لري.

همداشان دغه سازمان ویلي چې افغانستان ته د تعزیري سزاګانو بیرته ستنیدل او د یوې خپلواکې قضایه قوې نشتون دا مسایل لا نور هم سخت کړي دي، چې له امله یې قربانیان عدالت ته د هر ډول لاس رسي پرته پاتې شوي دي. ددغه سازمان د وینا پر اساس ددې سره سره چې د افغانستان خلک په دې ویرونکي خوب کې همدغسې بند پاتې دي نړیواله ټولنه په دې اړه د یو معنی لرونکي اقدام په ترسره کولو کې پاتې راغلې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان په دې غوښتنلیک کې ویلي: "قوي کلیماتو کارول به په افغانستان کې د ځپوونکي اقداماتو مخه ونه نیسي؛ په قوي قداماتو دا کار کیدلای شي". دغه سازمان ویلي چې په افغانستان کې د ځپنې ددغې لړۍ د پای ته رسولو لپاره باید چې په نړۍ کې حکومتونه چټګ ګامونه پورته کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان له خلکو غوښتي چې ددغه سازمان له خوا دغه خپور شوي غوښتنلیک په لاسیک کولو سره دې د نړیوالې ټولنې څخه د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې د طالبانو د حساب ورکولو لپاره په بیړني ډول د حساب ورکولو د یو قوي میکانیزم جوړیدلو په برخه کې د یو ګډ او قوي اقدام غوښتنه وکړي.

همداشان دغه سازمان ویلي چې ددغه غوښتنلیک په لاسلیک کولو سره دې لاسلیک کوونکي له نړیوالې ټولنې وغواړي چې د ټولوامکاناتو څخه په کار اخیستلو سره دې پر طالبانو باندې فشار راړوي چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی او ساتنه یې وکړي، د جنسیت پر بنسټ ځپلو ته د پای ټکی کیږدي ترڅو ښځې او نجونې په معنی لرونکي ډول په ټولنیز، سیاسي او فرهنګي چارو کې د ګډون قابلیت ترلاسه کړي.

همداشان دغه سازمان د لاسلیک کوونکو څخه غوښتي چې د نړیوالې ټولنې څخه دې د طالبانو له خوا د تعزیري سزاګانو اړوند مسلې ته د حل د موندلو او یو خپلواک بې پرې رسمي عدلي میکانیزم څخه دې چې د ښځو په ګډون افغانان عدالت ته لاس رسي مومومي د ملموسو اقداماتو غوښتنه وکړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو سره سم د پخواني جمهوري رژيم قوانین لغوه کړل او پرځای د اسلامي شریعت له مخې قوانین پلي کړل، چې له مخې په عام محضر کې ښځې او سړي په دُرو وهل کیږي او قصاص حکمونه هم تطبیق کیږي.

همداشان دغې ډلې په افغانستان کې په پوهنتونونو کې د زده کړو په ګډون د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګوی او ښخې یې د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې له کار څخه منع کړي او په عام ژوند کې یې پر ښځو او نجونو بې شمیره بندیزونه لګولي دي. د طالبانو مشر د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د امربالمعروف نوی قانون توشیح کړ چې له مخې یې د ښځو غږ هم عورت ګڼل شوی دی.

د څلورو فصلو او ۳۵ مادو دغه قانون چې د طالبانو د محتسبینو له خوا پلی کیږي په کې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې ټاکل شوي دي.

ددې قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په ‌کې شامل دي په مجموع کې په عام محضر کې لوړغږ ویل عورت بلل شوي او منع شوي دي. همداشان په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي.

طالبانو لا تراوسه د بخښنې نړیوال سازمان دغو څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو دمخه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ددغسې راپورونو خپرول د خپل حکومت پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د پروپاګند برخه ګڼلې وه او دا ډول راپورونه یې بې اساسه ګڼلي وو.

کاناډا ته د ریچارد بنیټ سفر

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په یوه خبرپاڼه کې چې د جمعې په ورځ اکتوبر ۱۸( تلې ۲۷) یې خپره کړې ویلي چې افغانستان لپاره ددغې شورا ځانګړی استازی ریچارد بنیټ به د اکتوبر د روانې میاشتې له ۲۰ څخه تر ۲۶ پورې کاناډا ته سفر وکړي او د خپل سفر په ترڅ کې به په افغانستان کې د بشري حقونو د روان بحران په اړه په دغه هیواد کې د میشتو افغانانو او د کاناډا د حکومت د چارواکو سره چې څنګه کولای شي دا حکومت د افغانانو د بشري حقونو څخه د ملاتړ وکړي په لارو چاروخبرې وکړي.

په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي چې ریچارد بنیټ به په اوتاوا او تورنیټو کې د کاناډايي چارواکو سربیره د افغان میرنو، بشري حقونو مدافعانو، خبریالانو او متخصیصینو د استازو سره هم وګوري چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته د رسیدلو وروسته یې دغه هیواد ته ګډه کړې ده.

پخپله ریچارد بنیت هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي چې په کاناډا کې د دغه هیواد د چارواکو او میشتو افغانانو له استازو سره په هغو لارو چارو وغږیږي چې څنګه کاناډا په افغانستان کې د بشري وضعیت د ښه کیدو په برخه کې مرسته کولای شي. ریچارد بنیټ چې د طالبانو د حکومت له خوا یې افغانستان ته په سفر بندیز لګیدلی تیره اونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غړو پرته د رایې د اچولو د بهیر څخه افغانستان لپاره د هغه ماموریت د یو بل کال لپاره وغځوه.

ریچارد بنیټ د ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه ټاکل شوی دی. هغه د خپل ماموریت په موده کې څو ځلې افغانستان ته سفرونه کړي او د کابل سربیره یې ځینو نورو ښارونو څخه هم لیدنه کړې ده او ددغه هیواد د بشري وضعیت په اړه راپورنه خپاره کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG