د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" وايي چې د کابل په ښاري سیمو کې یې د ماشومانو د ورځینۍ پاملرنې په ۵۰ مرکزونو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د پیژندلو لپاره د معاینې سربیره کورونو ته ددغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د خواړو د چمتوکولو په اړه هم روزنه ورکول کیږي.
یونیسف د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په دغسې یو مرکز کې د کورنیو له خوا خپلو ماشومانو ته د شتو خوراکي توکو څخه د قوي خوړو د چمتوکولو په تړاو یوه ویډیو هم شریکه کړې او ویلي دي چې خوارځواکي یوه ډیره جدي ناروغي ده.
یونیسف ویلي: "د کابل په ښار کې د تغذيي د ورځینۍ پاملرنې په مرکزونو کې د ښځو له خوا ښځو ته خدمتونه وړاندې کیږي. افغانستان کې د اروپايي ټولنې په ملګرتیا د ماشومانو د سالمې ودې او ددې ډاډ تر لاسه کولو لپاره چې د هغوی وده په سم مسیر حرکت کوي دغه مرکزونه به د ۵۹۰ زره ماشومانو د ودې بهیر وڅاري ".
ملګري ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کیدو د مخنیوي لپاره ددغو اقداماتو یادونه په داسې حال کې کړې چې ملګرو ملتونو په دغه هیواد کې د بشري مرستو لپاره د بودیجې د کمښت وروسته د خوارځواکۍ په ناروغۍ د اخته شویو د سلګونو زرو ماشومانو د درملنې لپاره د امکاناتو نه برابریدو باندې اندیښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د بشري مرستو د پروګرامونو په برخه کې د بودیجې کمښت ته په اشارې د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر د میاشتې د شمیرنو پر اساس ویلي وو چې په دغه هیواد کې پر سختې خوارځواکۍ اخته ۷۰۰ زره ماشومان درملنې ته لاس رسی نه لري او د دغې ناروغۍ څخه کړیږي.
دغه سازمان ویلي چې په دې شمیر کې ۲۷۶۰۰ هغه ماشومان هم شامل دي چې سمدستي په روغتون کې بسترې کیدو ته اړتیا لري.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیون کسان چې ددغه هیواد د نفوسو له نیمايي څخه یې شمیر زیات وو پر بشري مرستو متکي وو. ددغه سازمان د راپور له مخې ۱۲.۴ فیصده افغانان د خوړو د خوندیتوب له پلوه خوندي نه وو، په دې شمیر کې ۲.۹ میلیونه هغه کسان هم شامل دي چې په بیړنۍ کچه د لوږې د حالت سره مخ دي.
ملګرو ملتونو په نوي ۲۰۲۵ کال کې هم پر بشري مرستو د افغانانو اتکا د تیر کال په څیر ګڼلې ده . د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې بشري مرستو د رسولو ادارو ددغه شمیر ۱۶.۸ میلیونو کسانو ته د مرستې د چمتو کولو لپاره پروګرام ترتیب کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې د افغانستان د نفوس نږدې نیمايي وګړي د ژوند د تیرولو لپاره په نړیوالو مرستو اتکا ولري.
افغانانو ته د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د بشري مرستو د برابرولو په پروګرام کې د خوړو مرستې، په بیړني ډول سرپناه، روغتیايي خدمتونه، د تغذیي خدمتونه، پوهنه، څښلو پاکې اوبه، حفظ الصحې توکي او د مختلفو اهدافو لپاره نغدې مرستې د نورو سکټوري ملاتړ د برابرولو مرستې شاملې دي
ملګري ملتونو ویلي چې د ښځو په ګډون د افغانستان د نفوس نږدې نیمايي وګړي د بې وزلې او لوږې سره مخ دي. اوچا ویلي چې په افغانستان کې ۱۴.۸ میلیونه کسان د خوړو د نه خوندیوب سره مخ دي او ۱۴.۳ میلیونه ډیرو محدودو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی لري. د اوچا د معلوماتو پراساس ۷.۸ میلیونه ښځې او ماشومان قوي مغذي خوړو ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو په افغانستان د طالبانو له خوا پر خلکو مخ په زیاتیدونکو محدودیتونو لګولو باندې هم اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د طالبانو دغو اقداماتو ددغه هیواد ټولو وګړو په ځانګړي ډول ښځو، نجونو او نورو زیانمنوونکو ډلو ته د ساتنې خطرونه لا زیاتوي.
اوچا ویلي: "بیکاري، د کورنیو پوروړي کیدل او بې وزلي همداشان په پراخه کچه پاتې ده او ددغه هیواد نږدې نیمايي نفوس یې زیانمن کړی دی".
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په افغاسنتان باندې د اقلیم د اغیزو په اړه د اټکل له مخې ویلي چې د راروان کال په سر کې به په دغه هیواد کې د اورښت کچه ټیټه پاتې شي او د حرارت درجه به د تیرو کلنو په څیر حالت کې پاتې شي.
اوچا ویلي چې په را روان ۲۰۲۵ کال کې د ۲۲.۹ میلیونو اړمنو افغانانو له ډلې ملګرو ملتونو د ۱۶.۸ میلیونو کسانو لپاره د بشري مرستو د رسولو پروګرام ترتیب کړی، چې له مخې ۲.۴۸ یې میلیاردو ډالرو بودیجې ته اړتیا لیدل کیږي.
اوچا ویلي چې د تیرکال په څیر به دا مرستې تر ډیره د خوړو د برابرولو، روغتیا او د ماشومانو او میندو لپاره د مرستو د برابرولو په پروګرامونو په مصرف ورسیږي.