افغانستان سره د کرکټ سیالۍ کې د اماراتو لوبغاړی او لوبډله جریمه شول

د افغانستان او اماراتو ترمنځ د کرکټ لوبه

د کرکټ نړیوالې شورا د متحدو عربو اماراتو د کرکټ ملي لوبډله د وخت د ضایعه کولو او لوبغاړی فرید زیور یې د افغان لوبغاړي ګلبدین نایب په وړاندې د ناسم چلند له کبله جریمه کړي دي.

د کرکټ نړیواله شورا وايي چې د اماراتو لوبډلې له افغانستان سره د یکشنبې د ورځې په سیالۍ کې په خپل ټاکلي وخت باندې اورونه نه دي کړي.

د لوبو د اصولو په اساس، د لوبې هر پړاو ځانګړی وخت لري چې باید لوبډلې همدغه مشخص خپل نوبت تمام کړي او که دا کار ونکړي، جریمه کېږي.

د کرکټ د نړیوالې شورا نن دوشنبه فبروري ۲۰ (کب لومړۍ) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د لوبې نړیوال څارونکي ګرایم لبروای متحدو عربو اماراتو لوبډلې ته دا سزا ورکړې ده.

وايي د اماراتو کپتان رضوان خپله سزا او جریمه منلې ده. د دوی سزا دا ده چې د دغې لوبې ۲۰ فیصده فیس به ترې ګرځول کېږي.

همدغه راز اعلامیه وايي چې د اماراتو لوبغاړی زیور فرید د افغان لوبغاړي ګلبدین نایب په وړاندې د ناسم چلند له کبله د نړیوالې شورا د لوبغاړو د ورزشي اصولو یوه ماده ماته کړې او جریمه شوی دی.

د اماراتو لوبغاړی فرید د ګلبدین نایب په وړاندې د ناسم چلند له کبله جریمه شوی

دغه لوبغاړي په لوبې کې د افغان لوبغاړي ګلبدین نایب له سوځولو وروسته قصدآ د هغه مخې ته ودرېده او هماغه کار یې وکړ چې ګلبدین نایب معمولآ د مخالفو لوبغاړو له سوځولو ورسته کوي. ګلبدین نایب د لوبغاړو د سوځولو په خوشحالۍ کې خپلې مټې ښيي او دا یې ځانګړی سټایل دی.

ګلبدین نایب په میدان د دغه لوبغاړي د دغه کار په اړه هېڅ عکس العمل ونه ښوده.

د کرکټ نړیواله شورا وايي چې د فرید زیور دا کار د اصولو خلاف دی او د ورزشي اخلاقو نومرې یې کمې کړې دي. په دې حساب، که زیور فرید دا ډول کارونه تکرار کړي،‌ ممکن د ځینو لوبو له بندیز سره هم مخامخ شي.

افغانستان او اماراتو په تېرو څلورو ورځو کې درې ۲۰ اوریزې سیالۍ وکړې چې افغانستان دا لړۍ ۲-۱ وګټله او اخري لوبه یې تېره ورځ وه.