وسله والو پاکستان کې دوه پولیس وژلي چې قاضیان یې بدرګه کول

پاکستاني چارواکي وایي نا معلومو وسله والو جمعه اګست دویمه ( زمري ۱۲) د خیبر پښتونخوا په ولایت کې د پولیسو په موټرو ډزې کړي چې د سیمه ایزو قاضیانو موټر یې بدرګه کول.

په پیښه کې د پولیسو دوه افسران وژل شوي او دوه نور ټپي شويدي.

د وسله والو کمین د ټانګ په ولسوالۍ کې شوی خو تر اوسه یې هیڅ کومې ډلې د کولو ادعا نده کړې.

پولیسو همدارنګه ویلي چې د وسله والو په کمین کې درې واړو قاضیانو ته چې پولیسو یې د امنیت ساتلو لپاره د موټرو کاروان بدرګه کاوه، هیڅ زیان ندی رسیدلی.

پاکستاني چارواکو لا تر اوسه ددې برید ملامتي په کومې ډلې نده اچولې خو د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي د ټانک ولسوالۍ تر څنګ د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې هم په امنیتي ځواکونو او نورو اهدافو بریدونه کوي او یوازې پدې تیرو څو اوونیو کې یې لسګونه تنه وژلي دي.

پاکستان ادعا کوي چې د ټي ټي پي غړي او مشران په افغانستان کې د پټیدو خوندي ځایونه لري او له هماغو ځایونو په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو او نورو اهدافو د بریدونو بندوبست کوي.

د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ تیره ورځ په اسلام آباد کې په یو خبري کنفرانس کې یو ځل بیا وویل چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون نورې "ترهګرې ډلې" افغانستان کې پټې دي چې د پاکستان امنیت ته ګواښ پیښوي.

میرمن بلوڅ یو ځل په افغانستان کې د طالبانو په حکومت غږ وکړ چې د دې "ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه ټي ټي پي پر ضد دې په سمدستي توګه موثر او چټک" اقدامات وکړي.

خو طالبانو تل د اسلام آباد دا ادعا رد کړې او ټینګار کوي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه د بل هیواد/ هیوادونو پر ضد کار واخلي.

پاکستان یو ځل بیا پداسې حال کې په افغانستان کې د طالبانو څخه د وسله والو ډلو په خلاف د اقدام غوښتنه کوي چې ملګرو ملتونو او متحده ایالاتو هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ګواښ په باره کې اندیښه څرګنده کړې.

د داعش – خراسان څنګه چې ویل کیږي په افغانستان کې شتون لري، یو تر ټولو جدي ګواښ دی خو طالبان بیا په ټول هیواد کې ددې ډلې شتون نه مني.