د پاکستان د بلوچستان ايالت په پښتون مېشتې سيمې دوکۍ کې ناڅرګنده وسلوالو د سړک جوړونې یو شرکت پر کېمپ بريد کړی او ماشينونو ته يې د زيان رسولو تر څنګ درې مزدوران هم تښتولي دي.
د دوکۍ د پوليس تاڼې مشر همايون خان ناصر رسنيو ته ويلي دي چې دا پېښه د نومبر پر ۱۳ (لړم ۲۳) رامنځ ته شوې ده. نوموړي زياته کړې ده چې د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې د پېښې پلټنې او او په پیښه کې د ککړو کسانو پر ضد د لټون عمليات پيل کړي دي خو تر اوسه يې لا څوک نه دي نيولي.
د هغه په وينا، تښتول شوي مزدوران د پښتون مېشتې سيمې کچلاغ اوسېدونکي دي.
تر اوسه د دې پېښې مسوليت چا نه دی منلی خو تر دې وړاندې په تېرو وختونو کې د دا ډول زياتره پېښو مسوليت بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو منلی دی.
دا وروسته له هغې ده چې د نومبر پر ۱۱ (لړم ۲۱) په بلوچستان کې د لاریو مالکانو د احتجاج په توګه د درو ورځو لپاره د ډبرو سکرو له بارولو او وړلو انکار کړی او د دې پرېکون لامل يې هلته ناامني ښودلې وه.
له دې وړاندې، د نومبر پر ۱۰ (لړم ۲۰) د بلوچستان ټرانسپورټرانو هم اعلان کړی وو چې د ډبرو سکرو پر لاریو د وسله والو بریدونو پر ضد به د نومبر له ۱۱ (لړم ۲۱) څخه د نومبر تر ۱۴ (لړم ۲۴) پورې د ډبرو سکرو بارول بندوي.
په دا وروستيو کې په دوکۍ او شاوخوا سيمو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي. په دوکۍ کې د اکتوبر ۱۰ او ۱۱ (تلې ۱۹ او ۲۰) په شپه ناپېژندليو وسلوالو د ډبرو سکرو په کانونو کې پر کارکوونکو مزدورانو ډزې وکړې او لږ تر لږه ۲۱ کان کيندونکي يې ووژل او شپږ نور يې ژوبل کړل چې ټول پښتانه وو. د هغه بريد مسوليت چا نه وو منلی.
له هغه وړاندې، د سږ کال د مارچ پر ۲۳ هم ناپېژندليو کسانو په دوکۍ کې د ډبرو د سکرو اووه مزدوران تښتولي وو چې ۳۸ ورځې وروسته يې بیرته خوشې کړل.