پر سوریې د امریکا، بریتانیا او فرانسې د برید په هکله نړیوال غبرگونونه

پر دمشق باندې توغول شوی یو کروز میزایل

د امریکا د متحده ایالاتو، بریتانیا او فرانسې له خوا پر سوریې باندې د څه دپاسه ١٠٠ کروز میزایلو د توغولو ډول ډول نړیوال غبرگونونه درلودل.

امریکایي مقاماتو ویلي چې د میزایلو دغه بریدونه د بریتانیا او فرانسې سره په هم آهنگۍ شوي دي او څه دپاسه ١٠٠ کروز میزایل د سوریې پر پلازمینه دمشق او د حمص پر ښار باندې ویشتل شوي دي. دغه بریدونه د جنگي الوتکو او جنگي بېړیو په وسیله وشول.

د بریتانیا صدراعظمې تریسا می، هم د لندن په وخت د شنبې په سهار په یوه وینا کې وویل چې بریتاننوي قواو ته یې په سوریه د کیمیاوي وسلو په مرکزونو باندې د دقیقو بریدونو امر کړی دی.

هغې زیاته کړه چې دغه غبرگون "په یوه کورنۍ جگړه کې دخالت ندی، او د رژیم بدلول هم ندي". هغې دا هم ویلي چې "دغه پوځي غبرگون یوه محدوده او هدفمنده برید دی چې په سیمه کې کړکیچ نه زیاتوي او ټول ممکن کارونه کوي چې د ملکي وگړو د وژل کیدو مخنیوی وشي".

په پاریس کې د فرانسې جمهور رئیس امانوئل مکرون، په پخپله وینا کې ویلي چې فرانسه او متحدین یې د سوریې د رژیم ته په سزا ورکولو کې شریک دي. هغه ویلي چې "نشو کولای د کیمیاوي وسلو استعمال چې په معمول ډول کارول کیږي، وزغمو".

د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس، په پنتاگون کې د جمعې په شپه په یو خبري کنفرانس کې د سوریې په دولتي تاسیساتو باندې د امریکا د تیر کال حملې ته په اشارې وویل چې "د اسد رژیم په څرگنده د تیر کال پیغام ترلاسه نکړ، نو ځکه دا ځل مو سخت برید وکړ."

ښاغلي متیس وویل د نورو میزایلو ویشتل "په ښاغلي اسد پورې اړه لري چې آیا تصمیم نیسي چې په راتلونکې کې د نورو کیمیاوي وسلو نه استفاده کوي او که نه".

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ په خپله وینا کې ویلي چې د امریکا او متحدینو د اقداماتو هدف د کیمیاوي وسلو د تولید او د هغې نه د استفادې د پراخیدو مخنیوی دی.

د ښاغلي ټرمپ له وینا دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې دا هیواد داسې اسناد لري چې ښیي دمشق ته نژدې په دوما ښار کې د کمیاوي وسلو مسولیت د سوریې د پوځ په غاړه دی. د تیرې اونۍ په برید کې لږ تر لږه ۴٠ کسان چې ښځې او ماشومان په کې شامل وو ووژل شول او په سلگونو نور د کیمیاوي زهرجن گاز د استعمال په وجه ټپیان شول.

نړیوال غبرگون

په عمومي توگه نړیوالې ټولنې د امریکا د متحده ایالاتو، بریتانیا او فرانسې د هم آهنگو بریدونو ملاتړ کړی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې "ددې عملیاتو هرکلی کوي" او ټینگار یې وکړ چې ترکیه د بشارالاسد د رژیم په واسطه "د بشریت ضد ترسره شویو جنگي جنایاتو ثابت شوی ریکارډ" لري.

د جاپان صدراعظم شینزو ابی، ویلي دي "د کیمیاوي وسلو د استعمال د مخنیوي لپاره د جاپان حکومت د امریکا د متحده ایالاتو، بریتانیا او فرانسې د قاطیعت ملاتړ کوي. مونږ دا درک کوو هغه اقدامات چې ترسره شوي هدف یې دادی چې په راتلونکې کې د ورته پیښو مخنیوی وشي".

د کاناډا صدراعظم جستن ترودو په خپله وینا کې د سوریې د کیمیاوي وسلو د قابلیتونو په وړاندې د امریکا، فرانسې او بریتانیا د گډ پوځي اقدام ملاتړ وکړ.

ددې بریدونو غندنه

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ د امریکا، بریتانیا او فرانسې د کروز میزایلو حملې وغندلې او هغه یې "پر سوریې باندې د امریکا، بریتانیا او فرانسې تیری" وگاڼه چې د هغه په وینا د نړیوالو قوانینو نه سرغړونه ده.

روسیه چې د سوریې د رژیم نژدې متحد هیواد دی ویلي دي چې د کروز میرایلو بریدونه ناکام وو. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې اکثر راکټونه چې پر سوریې توغول شوي د سوریې د دفاعي سیستم له لورې له منځه وړل شوي دي.

د ایران حکومت هم ویلي دي چې د امریکا متحده ایالات، بریتانیا او فرانسې د کروز میزایلو پر ویشتلو سره به "هیڅ ډول لاسته راوړنه ونه لري."

د چین د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل چې دا هیواد د سوریې د کړکیچ د حل لپاره یواځې په سیاسي حل لارې باور لري او د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه یې " د بشپړه او منصفانه" پلټنو غوښتنه وکړه.

امریکایي مقاماتو او متحدینو یې د بشارالاسد حکومت پدې تورن کړی چې د کیمیاوي وسلو نه یې د خپلو خلکو پر ضد استفاده کړې ده. دمشق دغه تورونه رد کړي دي.