د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو سفیر جان بس طالبانو ته پیغور ورکړی چې هم د سولې خبرې کوي او هم د افغانستان تاسیسات ورانوي.
د امریکا سفیر جان بس د چهارشنبې په ورځ (اګست ۲۸) په خپل ټویټر کې لیکلي دي: " طالبان وايي چې سوله غواړو او یوې موافقې ته، چې جوړ جاړي ته لاره هواروي، نژدې دي، خو په عین وخت کې مخابراتي شبکې او نور هغه تاسیسات ورانوي چې افغانان پرې تکیه دي."
Should we and Afghans pay attention to what they say, or what they do? It is long past the time for violence and attacks to end. 2/2
— John R. Bass (@USAmbKabul) August 28, 2019
هغه لیکلي دي:"موږ او افغانان باید د طالبانو خبرو ته غوږ ونیسو، که عمل ته یې وګورو. "
ښاغلي بس دا ټویټ له هغه وروسته وکړ چې طالبانو د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د "سلام" په نامه د مخابراتي شبکې یوه پایه والوځوله.
په همدې حال کې په خوست ښار کې هم د دغې مخابراتي شبکې مرکزي دفتر د چهارشنبې په ماښام په یوې بمي چاودنې کې والوځول شو.
د خوست د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل عادل حيدر امريکاغږ ته وويل، چې چاودنه د دفتر د دروازې مخې ته د ايښودل شوي ماين له امله شوې ده.
نوموړي زياته کړه د "سلام مخابراتي شبکې دغه مرکزي دفتر تړلی و خو له کبله يې په دفتر کې شته ټول وسايل تخريب او يا له منځه تللي دي."
درې ورځې مخکې وسله والو طالبانو ګواښ کړی و چې د سلام مخابراتي شبکې انتنونه، وسايطو او تجهيزاتو ته به د نظامي اهدافو په سترګه ګوري.
طالبان تور لګوي چې دا شبکه "جاسوسي" کوي. دا بریدونه داسې مهال کیږي چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د سلام مخابراتي شرکت ته د وسله والو طالبانو د ګواښ په غبرګون کې ویلي وو چې دا ګواښونه د یاد شرکت د فعالیت مخه نه شي نیولی.
د دغه وزارت سرپرست فهیم هاشمي چې د سلام مخابراتي شرکت د بورډ رئیس هم دی، ویلي وو چې د سلام شرکت به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او "هیڅ ډول ګواښ به د دغه شرکت د فعالیت مخه ډپ نهکړي".