امریکا او لویدیځو هېوادونو د طالبانو له خوا د تېر حکومت د پوځیانو وژل غندلي

د افغانستان د تېر حکومت ځواکونه

د امریکا متحده ایالاتو او یو شمیر نورو لویدیځو هیوادونو د شنبې په ورځ د ډسمبر څلورمه (لیندۍ ۱۳) د طالبانو له خوا د افغانستان د مخکني حکومت د امنیتي ځواکونو د سرتیرو وژل وغندل.

د امریکا د متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې، بریتانیا، جاپان او یو شمېر نورو هېوادونو په خپرې شوې اعلامیې کې ویلي: "مونږ له محکمې پرته د افغان امنیتي ځواکونو د پخوانیو سرتیرو د هغو وژنو او تري تم کولو په هکله ژوره اندېښنه لرو چې د بشري حقونو د څار سازمان او نورو سازمانونو له خوا یې راپور ورکړل شوی دی."

اعلامیه زیاتوي: "مونږ ټینګار کوو، چې دغه ډول کړنې د بشر له حقونو څخه جدي سرغړونې دي او د طالبانو له خوا د عمومي عفوې له اعلان سره په تضاد کې دي."

دغو هېوادونو په افغانستان باندې له واکمنو طالبانو غوښتي چې د عفوې عملي کول یقیني کړي او باید د ټول په هیواد په کچه د دوی د افرادو له خوا رعایت شي.

د بشري حقونو د څار سازمان تیره اونۍ یو رپوټ خپور کړ چې د افغان امنیتي ځواکونو د پخوانیو سرتیرو د وژلو ۴۷ پېښې یې مستند کړي، دغه سرتیري یا طالبانو ته تسلیم شوي وو او یا هم د طالبانو له خوا د اګست د میاشتې له نیمايي د اکټوبر تر وروستیو پورې نیول شوي وو.

کاناډا، نیوزلنډ، رومانیا، اوکراین او څو نورو اروپايي هیوادونو هم په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي دي: " باید د دغو وژنو چټکې او شفافې پلټنې وشي او عاملین یې مسئول وګڼل شي، د نورو وژنو او تري تم کولو د مخنیوي لپاره باید د دغو وژنو په هکله له خلکو سره ډیر معلومات شریک کړل شي."

طالبانو د اګست د میاشتې په نیمايي کې د تیر افغان حکومت له سقوط او د امنیتي ځواکونو له پاشل کېدو وروسته واک ترلاسه کړ.

واشنګټن د تیرې اونۍ په پیل کې له طالبانو سره په خبرو کې افغان ښځو او نجونو ته د افغانستان په ټولو سیمو کې ښوونې او روزنې ته د لاسرسي د زمینې په برابرولو ټینګار وکړ او د طالبانو له خوا د بشري سرغړونو په هکله یې هم ژوره خواشیني څرګنده کړېده.