د لاس رسي وړ اتصالات

پولیو لا هم د افغانستان او پاکستان لپاره لوی ګواښ دی


عکس: له آرشیف څخه
عکس: له آرشیف څخه

افغانستان د پاکستان ترڅنګ یو له هغو دوه هیوادونو څخه دی چې لا هم پکې د پولیو ناروغي شته او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتې سیمې ګواښي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې شا او خوا سیمې نسبتاً وروسته پاتې ګڼل کیږي او په تېرو کلونو کې د روغتیایي اسانتیاوو د محدودیت او امنیتي شرایطو له امله د دغو سیمو ماشومانو ته د پولیو واکسین په تطبیق هم بندیزونه لګیدلې ؤ.

د یونیسیف دفتر د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو مسؤول کمال شاه سید، وايي چې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې اوس هم د ماشومانو د ګوزڼ واکسین په وړاندې منفي تبلیغات او ناسم پوهاوی تر سترګو کیږي.

نوموړی زیاتوي: "... پخوا به په افغانستان او هغه غاړه قبایلي سیمو کې د منفي پروپاګند له امله د پولیو واکسین پر تطبیق بندیزونه ؤ او اوسیدونکو یې ماشومانو ته د واکسین تطبیق سره مخالفت کاوه چې له بده مرغه اوس هم د دې سیمو خلک په ناسمو تبلیغاتو باور لري."

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، دوی کولی شي چې د افغانستان لرو پرتو سیمو ته پرته له کومې ستونزې روغتیایي ټیمونه ولیږي.

د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول نیک ولي شاه، بیا له ټولو کورنیو غواړي چې خپل ماشومان د واکسین د کمپاین پر مهال او یا هم په روغتیایي کلینکونو کې د ګوزڼ پر وړاندې واکسین کړي.

نوموړي وویل: " پولیو هغه ناروغي ده چې یوازې په پاکستان او افغانستان کې پاتې ده او په هر ۲۰۰ ماشومانو کی یو ماشوم له تل پاتې معلولیت سره مخ کوي او له پنځو تر لس سلني د مړینې لامل کیږي".

ښاغلی نیک ولي زیاته کړه، لهتولو کورنیو هیله لرم چی خپل ماشومان په وخت سره واکسین کړي ترڅو له دایمي معلولیت څخه خوندي پاتې شي.

خو ډېری ښار مېشتي خلک د ګوزڼ ضد واکسین په ګټه باور لري او خپل ماشومان واکسینوي او ټینګار کوي چې باید تر هر ماشوم پورې ورسیږي.

د کابل ښار اوسیدونکي شکیب، په دې هکله وایي: "...د پولیو واکسین د ماشومانو لپاره کتوړ دی ځکه له تل پاتې معلولیت څخه ېې ژغوري. کله چې واکسیناتوران کورونو ته مراجعه کوي نو باید کورنۍ خپل ماشومان د واکسین لپاره راوکاږي ترڅو له ګوزڼ څخه وژغورل شي."

روغتیا پالان وايي چي ګوزڼ یوه ساري ناروغۍ دهچې درملنه نلري او د ماشومانو د دایمي‌ معلولیت لامل ګرځي.

دوی ټینګار کوي چې د پولیو دوه څاڅکې واکسین کولی شي ماشومان له دغې ناوړه ناروغۍ څخه وژغوري.

XS
SM
MD
LG