امریکا سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره پاکستان ته دوه میلیون ډالر ورکوي

په اسلام اباد کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت په پاکستان کې له سېلاب ځپلو سره د مرستو په دوام ویلي چې په دغه هیواد کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې په هدف دوه میلیون ډالر نور مرسته کوي.

یاد سفارت د دوشنبې په ورځ ناوخته سپټمبر ۱۹ (وږې ۲۸) ویلي چې دغه پیسې د کدوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته سپارل کیږي او د دغه سازمان لخوا لګول کیږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمېشنرۍ د دغه بشري مرستې هر کلی کړی او ویلي یې دي چې یاده بودجه به د سېلاب ځپلو سره د مرستې په هدف د روغتونونو او ښوونځیو په ګډون نورو زېربنايي برخو ته ځانګړي شي.

د راپورنو له مخې په پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۵۴۵ کسان مړه شوي او د دغه هیواد ۳۳ میلیون نور وګړي یې اغېزمن کړي او په میلیونونو هکتاره ځمکه تر اوبو لاندې شوې ده.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې ویلي چې له یادو مرستو څخه به په پاکستان کې مېشت افغان کډوال چې وروستیو سېلابونو ځپلي هم برخمن شي.

په اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري اوس مهال په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستاني وګړو ترڅنګ مېشتو افغان کډوالو ته د مرستې رسولو په حال کې دي.

د امریکا غږ ډېوې څانګې د راپور له مخې د امریکا متحده ایالاتو تر دا مهاله په پاکستان کې له سېلاب ځپلو سره څه باندې پنځه میلیون ډالر مرسته کړې ده.

په دې وروستیو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) ویلي و چې د پاکستان ځینو سیمو کې د وروستیو سېلابونو له امله د پاکستانیانو ترڅنګ په هغه هیواد کې مېشت څه باندې ۴۲۰زره افغان کډوال هم اغېزمن شوي دي. یاد سازمان ویلي چې له سېلابونو څخه اغېزمن افغان کډوال اوس مهال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پرون جمعه سپټمبر دوهمه (وږې ۱۱) ویلي چې دغه افغان کډوال په خیبر پښتونخوا، د سند او بلوچستان په ایالاتونو کې د راوتلو سېلابونو له امله اغېزمن شوي دي.