امریکا له حوثي یاغیانو وغوښتل چې بریدونه بند کړي

د حوثي ډلې جګړه ماران

د امریکا متحدو ایالتونو په حوثي شیعه یاغیانو غږ وکړ چې په یمن کې دننه نوي پوځي عملیات ونکړي او هغه بریدونه دې هم بند کړي چې په سعودي عربستان کې د ولسي خلکو سیمې زیانمنوي.

د یکشنبې په ورځ ناوخته فبروري ۷ (سلواغه۱۹) د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېد پرایس په یوې اعلامیې کې وویل چې امریکا « د حوثي یاغیانو په دوامداره بریدونو» باندې ډېره خواشینې ده.

هغه وویل: «موږ حوثیان هڅوو چې له ویجاړوونکو فعالیتونو څخه ډډه وکړي او د سولې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ګریفیش په هلو ځلو کې د رغوونکي ګډون لپاره خپله ژمنتیا ښکاره کړي.»

ښاغلي پرایس وویل چې اوس یې وخت رسېدلی چې دا تاوتریخوالی ختم شي.

امریکا داسې مهال دا خبره کوي‌ چې تېره ورځ د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف وويل‌ چې حوثي شیعه یاغیانو له یمن څخه پر سعودي‌ عربستان د یوې بې پیلوټه الوتکې برید کړی و چې شنډ کړل شوی دی.

دا پېښه داسې مهال شوې وه چې د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي‌ استازي مارتن ګریفیش د دوو ورځو لپاره ایران ته تللی چې په یمن کې د بشري‌ بحران په اړه خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو په اعلامیې کې ویل شوي دي: «د ځانګړي استازي اوله دنده دا ده چې د ښکېلو غاړو ترمنځ په ملي کچه د اوربند د تړون، د بېړنیو بشري‌ اقداماتو او سیاسي خبرو د بیا پیل کېدو ملا وتړي.»

د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې ګانګرس ته یې خبر ورکړی چې امریکا د حوثي‌شیعه یاغیان د امریکا د ترهګرو سازمانونو له لست څخه وباسي.

د مخکني ولسمشر ټرمپ ادارې تېرکال حوثي شیعه یاغیان ترهګره ډله وپېژندله.‌سعودي‌عربستان له ۲۰۱۵راهېسې په یمن کې په نړیواله کچه د پېژندل شوي‌ حکومت په ملاتړ پوځي عملیات کوي.