امریکا یو شرکت ته ۱.۶میلیارد ډالر ورکړي چې د کرونا واکسین جوړ کړي

د کروناویروس تر بل هر هېواد زیات کسان په امریکا کې مړه کړي دي

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د «نووا واکس شرکت» ته ۱.۶ ملیارد ډالر ورکړي چې په امریکا کې د کروناویروس معاینات وکړي او د دغه ویروس لپاره دې احتمالي واکسین جوړ او بازار ته راوباسي.

ټاکل شوې چې دغه شرکت د ۲۰۲۱ د جنورۍ تر میاشتې پورې د کروناویرس ضد ۱۰۰ میلیون واکسین تولید کړي.

دا د سپینې ماڼۍ د هغه پروګرام برخه ده چې غواړي د کروناویرس د درملنې او واکسین جوړولو هلې ځلې چټکې کړي. دا پروګروام “Operation Warp Speed”نومیږي او د امریکا فدرال حکومت یې ننګه کوي.

د «نووا واکس شرکت» اجرايي رئیس سټنلي ایرک رویټرز خبري اژانس ته وویل: "دا جایزه د ۱۰۰ میلیونه واکسین د تولید لګښتونه دي چې د دغه کال په وروستیو کې پيلیږي او شاید د بل کال په جنوري او یا فبروري کې ختم شي."

نوموړي وویل چې په انسانانو باندې د کروناویروس د واکسین د تطبیق د وروستیو پړاوونو لګښتونه هم له دغو پېسو څخه ورکول کیږي چې دا د اکتوبر په میاشت کې پیلیږي.

د «نووا واکس شرکت» د مۍ په میاشت کې هم له یوې بلې ادارې څخه ۳۸۸ میلیون ډالر ترلاسه کړي وو چې د کرونا ویروس واکسین جوړ کړي.

تر دې مخکې په مارچ کې په امریکا کې د «جانس او جانس» شرکت ته ۴۵۶ میلیونه ډالر، د اپریل په میاشت کې د «مودېرنا شرکت» ته ۴۸۶ میلیون ډالر او د مۍ په میاشت کې د «استرازینیکا» شرکت ته شاوخوا ۱.۲ میلیارد ډالر ورکړل شوي چې د کروناویروس ضد واکسین جوړ او بازار ته وباسي.

د امریکا حکومت همدغه راز د «ایمرجنټ بایسلوشنز» شرکت ته هم ۶۲۸ میلیون دالر ورکړي ‌دي چې د کروناویروس ضد درملو، علاج او واکسین جوړولو داخلي ظرفیت لوړ کړي.

د امریکا حکومت داسې مهال د کروناویروس د واکسن جوړولو باندې پانګونه کوي چې دغه ویروس تر دې دمه د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې څه باندې ۵۳۸زره کسان مړه کړي او شاوخوا ۱۱.۶۴ میلیون نور انسانان پرې اخته دي.

دا ویروس چې په لومړي ځل د ډسمبر په میاشت کې د چین په هوبي‌کې خپور شو، د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دې دمه یې په امریکا کې څه باندې ۱۳۰زره کسان مړه کړي او څه باندې ۲.۹ میلیون نور پرې اخته دي.

په امریکا سربېره، کاناډا، برتانیا، جرمني او نورو هېوادونو او روغتیایي ادارو د کروناویروس ضد واکسینونه ازمایلي دي او کار پرې کوي چې بازار ته یې وباسي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې ښايي د دغه واکسین جوړولو وخت ونیسي.