د لاس رسي وړ اتصالات

چین د کرونا د خطر په اړه معلومات پټ ساتلي‌ وو- محرم اسناد


کرونا په لومړي ځل د چین دهوبي ایالت دووهان په ښار کې خپور شو
کرونا په لومړي ځل د چین دهوبي ایالت دووهان په ښار کې خپور شو

د امریکا د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت پټ اسناد ښيي چې چین د کروناویروس د خطر اندازه او دا چې دا ویروس ساری دی له نړۍ پټ کړي وو.

وايي چین غوښتل چې اول ځان د کرونا سره د مبارزې لپاره په طبي وسایلو او امکاناتو ښه بسیا کړي، او بیا یې نړۍ خبره کړه.

د اسوشیتډپرس آژانس وايي چې دا محرم اسناد څلور پاڼې دي‌ او دغه آژانس ترلاسه کړي ‌او لوستلي‌ دي. دا اسناد د مۍ په څلورمه برابر شوي او په کې راغلي دي چې د چین مشرانو قصدآ د جنوري په لومړیو کې د کرونا ویروس د شدت/خطر په اړه نړۍ ته معلومات نه وو ورکړي.

وايي چین تر جنوري پورې د روغتیا نړیوال سازمان ته نه وو ویلي چې دا یو ساري ویروس دی او دا کار یې ددې لپاره کړی و چې له بهر څخه یې وارد شوي طبي وسایل ور ورسیږي.

په راپور کې راغلي‌ دي چې چین په دغې مودې کې طبي وسایل ډېر وارد کړي او صادرات یې کم و.‌ چین د ډسمبر په ۳۱ د روغتیا نړیوال سازمان د کروناویروس په اړه خبر کړ، د جنوري په درېیمه د امریکا د ناروغیو د کنترول له مرکز سره تماس ونیوه او د جون په اتمه یې د دغه ویروس په اړه عمومي معلومات ورکړل.

دا په داسې حال کې دي چې د ټرمپ ادارې په چین باندې د کروناویروس له کبله انتقادونه زیات کړي ‌دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د یکشنبې په ورځ مۍ۳ وویل چې چین د کرونا ویروس د خپرولو مسول دی او باید حساب او کتاب ورسره وشي.

ترې دمخکې ولسمشر ټرمپ هم ویلي وو چې دا ویروس د چین په لابراتوار کې جوړی شوی او له چین سره به حساب او کتاب کوي. چین دا راپورونه رد کړي دي چې ګنې دا ویروس د ووهان په لابراتوار کې جوړ شوی دی.

په همدې حال کې د ولسمشر ټرمپ ځینې منتقدین وايي‌ چې د ښاغلي ټرمپ‌ ادارې په امریکا کې د کروناویروس سره په مبارزه کې ځنډ کړی او په چین ځکه کلک انتقادونه کوي چې په کور دننه د خلکو پام بلې خوا ته واړوي.

ولسمشر ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي‌ چې ښایي‌ کرونا په امریکا کې د ۷۵زرو او ۱۰۰زرو ترمنځ کسان مړه کړي. دا مهال یې څه باندې ۶۷زره خلک په امریکا کې مړه کړي او شاوخوا ۷۵۰زره نور خلک پرې اخته دي.

کروناویروس په لومړي ځل د چین د ووهان په ښار کې خپور شو چې دا مهال د نړۍ په ۱۸۷ هېوادونو او سیمو کې پرې څه باندې ۳.۵ میلیون انسان اخته دي او نژدې ۲۴۹زره نور مړه شوي.

XS
SM
MD
LG