روسیې د اټومي وسلو د کمولو تړون تعلیق کړ؛ امریکا: خبرو ته تیار یو 

د مسکو په سره میدان کې په پوځي رسم کذشت کې د روسې سترتیژیکې اټومي وسلې

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ فبروري ۲۱ (کب دوهمه) وویل چې د واشنګټن سره د اټومي وسلو د کمولو د تړون د ځنډولو لپاره د روسیې پریکړه "ژوره خواشیني کوونکې او غیر مسؤلانه" وه، خو متحده ایالات په دې اړه خبرو اترو ته چمتو دي.

انتوني بلینکن سیمې ته د سفر په ترڅ کې د یونان په پلازمینه اتن کې د امریکا په سفارت کې خبریالانو ته وویل: "موږ چمتو یو چې له روسیې سره هر وخت د ستراتیژیکو وسلو د محدودیتونو په اړه خبرې وکړو، پرته له دې چې په نړۍ کې یا زموږ په اړیکو کې کوم بل څه روان وي."

ښاغلي بلینکن دا څرګندونې پداسې حال کې وکړې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سه شنبې په ورځ وویل، روسیه له متحده ایالاتو سره په «نوي سټارټ» تړون کې خپل ګډون ځنډوي چې د دواړو خواوې ستراتیژیکي اټومي وسلې محدودوي.

پوتین ټینګار وکړ چې روسیه له دې تړون څخه نه وځي، خو دا تعلیق د متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ د وسلو د کنټرول هڅو ته هم زیان رسوي. دا دواړه هیوادونه د نړۍ نږدې ۹۰ فیصده اټومي وسلې لري چې د ځمکې د مخ د څو ځله ویجاړولو لپاره کافي دي.

د ناټو سرمنشي او د اروپايي اتحادیې لوړپوړي دپلوماټ د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۱ (کب دوهمه) خبرداری ورکړ چې د روسیې لخوا د متحده ایالاتو سره د اټومي تړون لغوه کول په اروپا کې د سړې جګړې وروسته د وسلو د کنټرول د جوړښت پای ده.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې له مشر جوزیپ بوریل او د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر دیمیترو کولیبا سره یوځای په یوې خبري غونډې کې وویل، «زه د روسیې په نننۍ پرېکړه خواشینی یم چې په «نوي سټارټ» تړون کې خپل ګډون ځنډوي.»

سټولټنبرګ وویل، "په وروستیو کلونو کې روسیې د وسلو د کنټرول له مهمو تړونونو سرغړونه کړې او له هغه څخه وتلې ده. د «نوي سټارټ» د تړون په اړه د نن ورځې پرېکړې سره د وسلو د کنټرول ټول جوړښت له منځه تللی دی."

سټولټنبرګ خبرداری ورکړ: "ډیرې اټومي وسلې او د وسلو کم کنټرول به نړۍ نوره هم خطرناکه کړي."

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بوریل وویل: "د روسیې لخوا د نوي پیل د تړون د ځنډولو اعلان د روسیې د کړنو په هکله یو بل ثبوت دی، هغه د امنیتي سیسټم ویجاړول دي چې د سړې جګړې له پای ته رسیدو وروسته جوړ شوی و."

د ۲۰۱۰ کال تړون د متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ د وسلو د کنټرول وروستی لوی تړون دی چې لاهم په عمل کې پلی دی، خو په وروستیو کلونو کې واشنګټن په وار وار تور لګولی چې مسکو دا تړون نه پلی کوي.

ددې تړون له مخې، د اټومي کوپړیو د کمولو سربیره، متحده ایالات او روسیه اړ دي چې د اټومي وسلو د توغولو او درنو بمباردکوونکو شمیر ۸۰۰ ته راټیټ کړي، هغه کچه چې لاهم د ځمکې څو ځله ویجاړولو لپاره کافي دي.

یوازې امریکا او روسیه د نړۍ نږدې ۹۰ سلنه اټومي سرګلولې لري.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس او ریوټر د خبري اژانسونو راپورونه کارول شوي.