د تېلو پر لېږدونکو بېړیو برید کې سپاه پاسداران لاس لري ـ امریکا

د امریکايي پوځ مرکزي قومنداني وايي، په عمان خلیج کې د تېلو پر دوو لېږدونکو بېړو پروني برید کې د ایران سپاه پاسدران پوځ لاس لري.

دغه بېړۍ چې تېره ورځ یې جاپان ته تېل لېږدول هرمز تنګي ته نژدې له برید سره مخ شول.

تر برید یوه ورځ وروسته نن جمعه د «جون پر ۱۴مه»د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې دغه چاودنه د چسپکي ماین له امله رامنځته شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې دغه امریکايي چارواکو ویلي چې دغه ویډیو تر چاودنې وروسته یادې بېړۍ ته د ایران د سپاه پاسداران پوځ د کښتۍ د نژدې کېدو پرمهال شوې ده.

د امریکايي پوځي د مرکزي قوماندانۍ ویلي، کومه کښتۍ چې تر برید وروسته دغه بېړۍ ته نژدې شوې د ایران د سپاه پاسداران کښتۍ ته ورته ده.

راپور وايي، په دغه ویډیو کې لیدل کېږي چې د ایران د سپاه پاسداران پوځ کښتۍ د تېلو انتقالونکو یادو ټانکرونو ته په نژدې کېدو سره له یادو بېړیو څخه د یو شي د بېلولو هڅه کوي.

تر یادې پېښې وروسته تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل، چې دا یوه مشکوکه پېښه ده، خو په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر مجید تخت روانچي نن جمعه په دغه چاودنو کې د خپل هېواد هر ډول ښکېلتیا په کلکه رده کړه.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي و چې په دغه برید کې ایران لاس لري.

په تېرو وروستیو څو میاشتو کې د فارس په خلیج کې پر ځینو تیل لېږدوونکو ټانکرو بریدونه شوي دی. امریکا او ځینې عرب هېوادونه ایران تورنوي چې دا بریدونه یې کړي دی.

امریکا څه موده مخکې د ایران سپاه پاسداران یوه تروریستي شبکه اعلان کړه او د نړیوالو بندیزونو په لېست کې شامل کړل.