د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي قوماندان: مونږ سره د ایراني قواو چلند مسلکي دی


د امریکا د ابراهام لینکن الوتکو لیږدونکې بېړۍ
د امریکا د ابراهام لینکن الوتکو لیږدونکې بېړۍ

د ابراهام لینکن په نامه د امریکا د الوتکو لیږدونکې بېړۍ قوماندان وایي چې د عرب په بحیره کې د ميشتو امریکایي قواو سره د ایراني سمندري قواو چلند "مسلکي" او د "نړیوالو معیارونو" سره برابر دی.

د ابراهام لینکن جنگي بېړۍ قوماندان جان وید د اسوشیتدپرس اژانس ته ویلي دي چې په سیمه کې د ابراهم لیکن الوتکو لیږدونکې بېړۍ د ماموریت د پیل راهیسې امریکایي ځواکونه څو ځلې د ایراني سمندري قواو سره مخامخ شوي دي.

ښاغلي وید وویل "تر دې دمه هغوی ټول (ایراني قواوی) امنې او حرفوي وې، پدې توگه چې ایرانیانو هیڅ داسې کار ندی کړی چې زمونږ د مانوري قابلیتونو خنډ شي یا زمونږ د دفاعي اقداماتو د مخنیوي سبب شي".

د اسوشیتدپرس د رپوټ له مخې د امریکا د مرکزي قواو (سنتکام) قوماندان جنرال فرانک مکنزي هم دوه ورځې په ابراهام لینکن جنگي بېړۍ تیرې کړې چې د سمندري ځواکونو له قوماندانانو سره خبرې وکړي او ددغې بېړۍ څخه د جنگي الوتکو پروازونه د شپې او ورځې له خوا له نژدې وگوري.

د لویدیځې نړۍ سره د ایران د اټومي ټرون څخه د امریکا د متحده ایالاتو له وتلو او پر ایران باندې د فلج کوونکو بندیزونو د بیا لگولو وروسته د واشنگټن او تهران ترمنځ کړکیچ سخت شوی دی، تر دې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پوځي ټکر احتمال هم مطرح شوی و.

واشنگټن د ایران د گواښونو د شنډولو په مقصد د ابراهم لیکن جنگي بېړۍ د لیږدولو سربیره بي-٥٢ بمبارد الوتکې او نور پوځي تجهیزات منځني ختیځ ته استولي دي.

د امریکا متحده ایالات وایي دایران اټومي موافقې رددې هیواد چلند باندې مثبت اثر ندی کړی. امریکا وایي ایران د ترهگرۍ ستر ملاتړی هیواد دی، د بالستیک توغندیو پروگرام ته یې د امنیت د شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف دوام ورکړی او په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ عامل دی.

XS
SM
MD
LG