د امریکا او بریتانیا د دفاع وزیران منځني ختیځ کې په تهدیدونو وغږېدل

د امریکا او بریتانیا د دفاع وزیران

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت (پنټاګون) وايي چې وزیر لوید استن د چهارشنبې په ورځ جنوري ۳۱ (سلواغه ۱۱) له خپل بریتانوي سیال ګرانټ شاپس سره په منځني ختیځ کې د تهدیدونو په اړه خبرې وکړې.

د پنټاګون ویاند تورن جنرال پاټ رایډر په یوې اعلامیې کې ویلي چې دواړو خواو «په منځني ختیځ کې د امریکا په ځواکونو باندې د ایران د ملاتړو ډلو د مخ په زیاتېدونکو بریدونو، په سرې بحیرې کې په نړیوالو تجارتي کښتیو باندې د حوثي ملېشو د ناقانونه حملو،» د غزې لپاره د بشري مرستو او د اوکراین سره د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

رایډر په تجارتي کښتیو باندې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو بریدونو ته په اشارې ویلي: «د دفاع وزیر لوید استن د وزیر شاپس څخه د حوثي یاغیانو د بریدونو د مخنیوي لپاره د بریتانیا د قاطع ملاتړ او د ایتلاف په هلو ځلو کې د رهبرۍ له کبله مننه وکړه.»

د امریکا او بریتانیا ځواکونو په یمن کې په ګډه د حوثي یاغیانو هدفونه په نښه کړل چې په سرې بحیرې کې د هغوی د بریدونه وړتیا وځپي. حوثي یاغیان وايي دا بریدونه په غزې باندې د اسرائیل د عملیاتو په ځواب او د حماس د ملاتړ لپاره کوي.

د فرانس پرس د راپور په اساس، د تېرکال د اکتوبر له نیمايي راهېسې په عراق، سوریې او اردن کې د امریکا او ایتلاف په ځواکونو باندې له ۱۶۵ څخه ډېر بریدونه شوي دي. د اکثریت بریدونو مسئولیت د ایران سره تړلیو ډلو منلی چې د غزې په جګړې کې له اسرائيل سره د امریکا د ملاتړ او په سیمه کې د امریکایي‌ ځواکونو د موجودیت مخالفت کوي.

د یکشنبې په ورځ د اردن په شمال ختیځ کې د بې پېلوټه الوتکې په یو برید کې درې امریکايي عسکر ووژل شول او لږ تر لږه ۴۰ نور ژوبل شول. دا د اکتوبر په میاشت کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهېسې په سیمه کې د امریکایي ځواکونو لومړني تلفات دي. واشنګټن د ایران ملاتړې ډلې تورنې کړې چې دا برید یې کړی او د پرېکنده ځواب ورکولو ګواښ یې کړی دی.