د امریکا د استازو مجلس د ټرمپ د استیضاح کولو په ملاتړ رایه ورکړه

د امریکا د استازو مجلس"له واک څخه د ناوړې استفادې او د کانګرس د ممانعت" په سبب د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د استیضاح کولو په ملاتړ رایه ورکړه.

د امریکا د کانګرس د استازو د مجلس غړو، د چهارشنبې په ورځ د ډیسمبر په ۱۸مه (لیندۍ/قوس ۲۷مه) د جمهور رئیس ټرمپ د استیضاح کولو په اړه له شپږ ساعته مناظرې وروسته، د ۲۳۰ موافقو او د ۱۹۷ مخالفو رایو په ورکولو سره تائید کړه، چې ښاغلي ټرمپ د جوبایډن او د هغه د زوی په اړه د تحقیقاتو د پیلولو لپاره پر اوکراین فشار راوستی دی.

جوبایډن د دموکرات ګوند نوماند دی او د ۲۰۲۰ کال د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ښاغلي ټرمپ عمده سیال ګڼل کېږي.

دغه راز د امریکا د استازو مجلس غړو د ۲۲۹ موافقو او ۱۹۸ مخالفو رایو په ورکولو سره، ښاغلی ټرمپ تورن کړ، چې د کانګرس د کار د مخنیوي لپاره یې هڅه کړې ده.

له اندرو جانسن او بل کلنټن وروسته دا د امریکا درېیم جمهور رئیس دی، چې د استازو د مجلس له خوا استیضاح کېږي.

د امریکا کانګرس به د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو کې په دې اړه تصمیم ونیسي، چې جمهور رئیس ټرمپ "له واک څخه د ناوړې استفادې او د کانګرس په ممانعت" تورن شوی او آیا واک ترې واخیستل شي او که نه.

د امریکا په سنا مجلس کې د ښاغلي ټرمپ د جمهوري غوښتونکو پلویانو د غړو اکثریت ته په پاملرنې، ښايي مشرانو جرګه پر نوموړي لګېدلي تورونه رد کړي.

په امریکا کې د ښاغلي ټرمپ د استیضاح او ګوښه کولو لپاره عامه ملاتړ شاوخوا تر ۵۰ فیصدو رسیږي او داسې بریښي، چې نوموړی به د ۲۰۲۰ کال د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو په درشل کې، له بد وضعیت سره مخامخ شي.