د امریکا د پارلمان دوه غړي په کروناویروس اخته شوي

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې غړي ماریو دیاز-بالارت او بن مک‌آدامز

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د فلوریدا ایالت جمهوري غوښتونکی غړی ماریو دیاز-بالارت او د یوټا ایالت دموکرات غړی بن مک‌ادمز اعلان کړی دی چې د کروناویروس کووید۱۹ په ناروغۍ اخته شوي دي.

ښاغلی دیاز بالارت چې د جمعې ورځې راهیسې په قرنطین کې و، په خپل ټویټر لیکلي دي چې اوس یې حال ښه شوی او له ټولو نه یې غوښتي چې دغه ناروغي جدي وګڼي او د بیماریو د کنټرول او وقایي د مرکز (سي ډی سي) لارښوونې عملي کړي.

ښاغلي مک‌آدامز هم د کروناویروس د علایمو د لیدل کیدو وروسته د تیرې شنبې ورځې راهیسې په قرنطین کې دی. هغه د تیرې شنبې په ورځ د کروناویروس معاینه وکړه چې نتیجه یې مثبته وه.

تر اوسه د تکزاس ایالت د جمهوري غوښتونکي سناتور تېد کروز په ګډون د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس ۱۴ غړو په خپلو کورونو کې ځانونه په خپله خوښه قرنطین کړي دي.

د روغتیا د متخصصینو په وینا د کروناویروس د مشکوکو علایمو تر لیدل کیدو وروسته په کور کې قرنطین او استراحت او همداشان د ټولنیزو اړیکو پریکول ددې ناروغۍ د درملنې او د خپریدو د مخنیوي مهمې لارې چارې دي.