ټرمپ افغانستان او پاکستان ته مرستې کمې کړې

د امریکا دولت په ٢٠١٩ کې د افغانستان د ملکي مرستو لپاره د ۶۳۰ میلیون ډالرو بودجه تصویب کړې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ حکومت پاکستان ته امنیتي او انکشافي مرستې او همداشان افغانستان ته ملکي مرستې د تیرو کلونو په پرتله راکمې کړې دي.

د ٢٠١٩ کال لپاره د ښاغلي ټرمپ د حکومت په ٧١٧ میلیارد ډالرو بودجه کې چې د امریکا د کانگرس له لورې تائید شوې افغانستان ته د پوځي او امنیتي همکاریو لپاره پنځه میلیارد ډالر ځانگړي شوي دي.

پدغه بودجه کې چې د ٢٠١٨ کال د سپتامبر په میاشت کې به اجرا شي، همداشان ٦٣٠ میلیون ډالره د افغانستان د ملکي او انکشافي مرستو لپاره ځانگړي شوي دي.

د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې (یو اس آی دي) د شمیرو له مخې امریکا په ٢٠١٨ کال کې شاوخوا ۷۸۳ میلیون ډالر او په ٢٠١٧ کې شاوخوا یو میلیارد ډالر د افغانستان ملکي مرستو ته ځانگړي کړي وو.

کانگرس ته ددې بودجې د وړاندیز شوي متن په یوه برخه کې راغلي دي چې "دغه بودجه د امریکا له لورې د افغان امنیتي قواو د تداوم او زده کړو لپاره پنځه میلیارد ډالر غواړي او پدې سره به امریکایي ځواکونه وکړای شي چې د ترهگرۍ ضد عملیات وکړي او ډاډمن شي چې جهادي ترهگرې ډلې ونشي کړای د سیمې نه د امریکا د خاورې او په بهر کې د امریکایانو او زمونږ د متحدینو او شریکانو په ضد له پلوې اخوا حملې وکړي."

د پاکستان سره مرستې

امریکا د پاکستان سره خپلې امنیتي مرستې هم کمې کړې دي. ددې کار اصلي دلیل دادی چې امریکا وایي پاکستان په هغه هیواد کې د میشتو ترهگرو پر وړاندې جدي مبارزه نه کوي.

د امریکا حکومت په ٢٠١٩ میلادي کال کې د پاکستان سره یواځې ٣٣٦ میلیون ډالر پاکستان ته د مالي مرستې په توگه په پام کې نیولي دي چې ٢٥٦ میلیون ډالر یې اقتصادي مرستې او یواځې ٨٠ میلیونه یې پوځي مرستې دي، هغه هم د اسیا د جنوب لپاره د امریکا د ستراتیژۍ سره د پاکستان د همکارۍ په شرط.

له دې سربیره د "ایتلاف د ملاتړ له صندوق" نه د پاکستان ونډه هم چې په ٢٠١٨ کې ٧٠٠ میلیون ډالره وه په ٢٠١٩ کې ١٥٠ میلیون ډالرو ته راټیټه کړای شویده. خو ددې صندوق له مرستو نه یواځې هغه هیوادونه مستحق کیږي چې د امریکا د پوځي ماموریت نه یې عملي ملاتړ کړی وي.

د امریکا حکومت د ٢٠١٨ کال په جنورۍ کې پاکستان ته د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت خپلې امنیتي مرستې وځنډولې خو یواځې ۳۴۵ میلیون ډالریې هغه هیواد ته ورکړل چې ۱۳۴ میلیون ډالر یې د ترهگرۍ پر ضد مبارزې لپاره امنیتي مرستې وې او ۲۱۱ میلیون ډالر یې اقتصادي کمکونه وو.

د امریکا پر مشرۍ پر افغانستان باندې د نړیوال ایتلاف له یرغل وروسته پاکستان د متحده ایالاتو څخه په لسگونو میلیارد ډالر پوځي او اقتصادي مرستې ترلاسه کړي دي.

خو د امریکایي او افغان مقاماتو په وینا د ترهگرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د پاکستان برخورد دوه گونی و چې د ښاغلي ټرمپ په مشرۍ د امریکا د نوي حکومت په راتگ سره پاکستان ته د امریکا په مرستو کې د پام وړ کموالی راغی.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ٢٠١٨ کال په لومړی ورځ په خپل ټویټر کې ولیکل چې " پاکستان پرته له درواغو او چل ول د امریکا سره بله معامله نده کړې."

ښاغلي ټرمپ دا هم لیکلي و چې امریکا پاکستان ته ٣٣ ملیارده ډالره ورکړيدي خو هغوی (پاکستان) پرته له درواغو او چل ول مونږ ته بل څه ندي راکړي او زمونږ مشران یې احمق فکر کړي دي. هغوی ترهگرو ته یې پناه ورکړې چې چې مونږ په کمې همکارۍ سره هغوی په افغانستان کې په نښه کوو. نور بس دي!"