د لاس رسي وړ اتصالات

​امریکا پاکستان ته: که انساني قاچاق بند نکړئ، مرستې بندو


منابع وایي، ښایي امریکا د انساني قاچاق په وجه په پاکستان مرستې بندې کړي
منابع وایي، ښایي امریکا د انساني قاچاق په وجه په پاکستان مرستې بندې کړي

امریکایي چارواکو ویلي چې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ ادارې پاکستان ته خبرداری ورکړی چې که پاکستان د انسانانو د قاچاق په وړاندې پوره مبارزه ونکړي د واشنگټن له خوا به پرې په میلیونونو ډالر ملکي مرستې ودریږي.

د رویترز اژانس وایي که دغه مرستې بندې شي دا به د امریکا او پاکستان اړیکو ته یو بل گزار وي چې د جنورۍ په میاشت کې پرې جمهور رئیس ټرمپ دوه میلیارده ډالر امنیتي مرستې بندې کړې دي.

جمهور رئیس ټرمپ ویلي چې اسلام آباد د هغو ترهگرو په وړاندې په مبارزه کې پاته راغلی چې په پاکستان کې له خپلو امن ځایونو څخه په استفادې په افغانستان کې بریدونه کوي.

په اسلام آباد کې د امریکا د سفارت منابعو ویلي دي که د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پاکستان د بشري قاچاق کوونکو هیوادونو په نړیوال لست کې شامل کړي، ښايي د ٢٠١٧ کال د ٢٦٥ میلیونو ډالرو ملکي مرستو یوه زیاته برخه اسلام اباد ته ور نکړل شي. دغه کلنی رپوټ د جون په میاشت کې خپریږي.

د امریکا ددغه مرستو بندیدل د پاکستان اقتصاد ته دومره لوی تاوان ندی، خو اسلام آباد به هغه وخت سخت ولړزیږي چې که واشنگټن همداشان پاکستان ته د نړیوال پولي صندوق او نړیوال بانک پر څیر د نړیوالو مالي تاسیساتو د مرستو ورکولو پر ضد تصمیم ونیسي.

له بلې خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسان اقبال د رویترز اژانس ته ویلي دي چې هیواد یې د بشري قاچاقو پر ضد "جدي اقدامات" کړي دي او د هغه په وینا دغه مسله "باید پر هیوادونو باندې د فشار راوړلو په مقصد د سیاسي مقصدونو لپاره استعمال نشي".

خو یو امریکایي چارواکي د نوم د نه څرگندولو په شرط د رویترز اژانس ته ویلي چې دده په اند د جمهور رئیس ټرمپ د ستراتیژۍ سره د پاکستان د همکارۍ چې افغان طالبان د سولې پروسې ته اړ کړای شي او د امریکا د ملکي مرستو ترمنځ اړیکه نشته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له تبصرې ډډه کړې خو دومره یې ویلي چې دا ډول سزا ورکول د امریکا د انسانانو د قاچاق ضد قانون په اساس کیږي.

XS
SM
MD
LG