امریکا د کروناویروس د واکسین په نړیواله هڅه کې ګډون نه کوي 

د امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې د کووید۱۹ واکسین د پراختیا، تولید او مساوي ویشلو لپاره په نړیوال نوښت کې برخه نه اخلي، ځکه د روغتیا نړیوال سازمان ددغې هڅې مشري کوي.

اوسمهال د نړۍ څه دپاسه ۱۷۰ هیوادونه د کروناویروس واکسین ته د نړیوال لاسرسي لپاره د آسانتیاو د برابرولو په هکله په خبرو بوخت دي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د کروناویروس د وبا د مدیریت کولو په هکله د روغتیا د نړیوال سازمان په چلند باندې په انتقاد سره د جولای په میاشت کې ددغه سازمان سره د امریکا اړیکې وشلولې.

ښاغلي ټرمپ وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان د کروناویروس د وبا په اړوند چین محوره چلند کړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاد دیر، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې: "د امریکا متحده ایالات دغه ویروس ته د ماتې ورکولو لپاره خپلو نړیوالو شریکانو سره همکارۍ ته دوام ورکوي، خو مونږ به د څو اړخیزو سازمانونو کې چې د روغتیا د نړیوال فاسد سازمان او چین تر تاثیر لاندې کار کوي، محدود پاته نشو."

د جمهور رئیس ټرمپ ادارې د کوویډ۱۹ واکسین د چټکې پراختیا پروژه پیل کړې ده چې هدف یې د راتلونکې کال تر جنورۍ پورې د ۳۰۰ میلیون دوز تائید شوي واکسین برابرول دي. ددغې طرحې په اساس د امریکا متحده ایالاتو د کروناویروس د احتمالي واکسین د پراختیا، تولید او ازمایلو لپاره د ګوتو په شمار درملو شرکتونو ته په میلیاردونو ډالر ورکړي دي.

ښاغلي دیر په خپله اعلامیه کې لیکلي: "جمهور رئیس [ټرمپ] د ډاډمن کیدو لپاره چې دغه نوی واکسین د امریکا د درملو او غذایي توکیو د ادارې د ټولو مصونو او موثرو معیارونو سره برابر وي، په بشپړه توګه ازمایل شوی وي او د خلکو ژوند وژغوري له هیڅ ډول هڅو دریغ ونکړي."

همدا اوس د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د کروناویروس څه دپاسه ۱۶۵واکسینونه تر کار لاندې دي چې ددې جملې نه ۲۷ واکسینونه پر انسان باندې د ازمایلو په پړاو کې دي او یواځې څو واکسینونه وروستي پړاو ته رسیدلي دي.