خلیلزاد په پاکستان کې د افغان طالبانو سره گوري

د امریکا متحده ایالات وایي د پاکستان د هڅو هرکلی کوي چې د افغانستان د جگړې لپاره سیاسي حل لاره ترویجوي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان اعلان کړی دی چې هیواد یې د واشنگټن او افغان طالبانو ترمنځ بل پړاو خبرو ته زمینه برابره کړې ده. ښاغلی خان وویل "اسلام آباد د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو کوربه دی".

نه د ښاغلي خلیلزاد ویاند او نه هم ښاغلي خان د خبرو د نیټې په اړه څه ویلي دي.

عمران خان ویلي دي چې دوه اونۍ مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانگړې استازې سره په کتنه کې ښاغلي خلیلزاد په رسمي توگه له اسلام آباد وغوښتل چې د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو نه کار واخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم وایي چې د سولې خبرې باید لومړی د افغانستان د دولت او افغان طالبانو څخه پیل شي.

ښاغلي قریشي د شنبې په ورځ وویل چې افغانان (افغان دولت او طالبان) باید په عمل کې وښیي چې سوله او پخلاینه غواړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل "له هغوی (طالبانو) څخه مو غوښتي چې وسلې پر مځکه کیږدي او خبرو ته تیار شي. پاکستان کولای شي پدغو خبرو کې مرسته وکړي، خو افغانان، دولت، طالبان او نورې ډلې باید سوله لومړی له خپل ځان نه پیل کړي."

ښاغلي خلیلزاد تیره میاشت د طالبانو له استازو سره د قطر په مرکز دوحه کې ولیدل. دا د طالبانو سره د ښاغلي خلیلزاد دوهم ځل خبرې وې. ښاغلي خلیلزاد ویلي چې د افغانستان د جگړې د ټولو اړخونو سره خبرو ته دوام ورکوي.

د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډې کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل چې پاکستان په وار وار په افغانستان کې د جگړې پای ته رسیدل او د سولې ټینگیدل غوښتي خو اوس یې وخت دی چې اسلام آباد د خپل ټول توان او لارو چارو نه پدې هکله استفاده وکړي.

که څه هم افغان حکومت مخامخ د پاکستان د صدراعظم عمران خان د څرګندونو په تړاو غبرګون ندی ښودلی چې وایي د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو ته یې زمینه برابره کړې، خو د سولې عالي شورا د پاکستان ددغه اقدام هرکلی کړیدی.