د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سیمې ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې د حماس ډله "باید له منځه ولاړه شي" او "د پوځي یا حکومتي ځواک په توګه نور دوام نه شي کولی".
روبیو سیمي ته د خپل سفر په پیل کې د اسرائيل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په بیت المقدس کې په داسې حال کې ولیدل چې د اسرائيل او حماس ترمنځ اوربند لومړی پړاو په دوو اونیو کې پای ته رسیږي.
د دې احتمال شته چې روبیو د غزې د کنټرول ترلاسه کولو او په ګاونډیو هېوادونو کې د دوه میلیون فلسطیني وګړو د مېشت کولو په اړه د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز په برخه کې د عربي هېوادونو له دوامداره مخالفتونو سره مخامخ شي.
که څه هم د امریکا متحدینو او مخالفینو د غزې په اړه د ټرمپ پلان غندلی دی خو د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو یې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې هغه او ټرمپ د غزې د راتلونکي لپاره "ګډه ستراتیژي" لري.
په عین حال کې نتنیاهو خبرداری ورکړی که حماس لسګونه یرغمل شوي اسرائيلیان خوشې نه کړي "د دوزخ دروازې به خلاصې شي".
د حماس ډله چې د امریکا متحده ایالاتونه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني د شنبې په ورځ درې یرغمل شوي اسرائيلیان د کابو ۴۰۰ فلسطینیانو په بدل کې، چې په اسرائیل کې بندیان وو، خوشې کړل.
خو لا هم لسګونه اسرائیلیان د حماس له ډلې سره یرغمل دي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر اومې په برید کې یې نیولي وو. د حماس په دغه برید کې چې په غزه کې د جګړې د پیل لامل شو شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول.
له دغه برید وروسته اسرائیل پر غزې د غچ اخیستنې پراخ بریدونه پیل کړل. د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دغو بریدونو کې چې شاوا ۱۵ میاشتې یې دوام وکړ له ۴۸۰۰۰ څخه زیات فلسطینیان چې لویه برخه یې ملکي وګړي دي ووژل شول. اسرائیل د شواهدو له وړاندې کولو پرته ویلي دي چې له ۱۷۰۰۰ څخه ډیر وسله وال یې وژلي دي.
روبیو او نتنیاهو په داسې حال کې سره لیدلي چې د اوربند د لومړي پړاو پای ته رسېدو ته دوه اونۍ پاتې دي او ټاکل شوې چې په دویم پړاو کې له حماس څخه د نورو فلسطیني بندیانو د ازادولو په بدل کې لسګونه پاتې اسرائیلي یرغملو د خوشې کولو غوښتنه وشي. همداشان په دې پړاو کې د دایمي اوربند لپاره د مسودې جوړول او له غزې څخه د اسرائيلي ځواکونو وتل شامل دي، خو د دې تړون د شرایطو د تفصیل په اړه تراوسه خبرې اترې نه دي شوي.
د متحده ایالاتو او د نتنیاهو سخت دریځ له حماس سره د خبرو اترو د دوام هڅې پیچلې کولی شي او دا به په غزه کې د جګړې د بیا پیلېدو او د دې تړانګې اوسېدونکو ته د درنو زیانونو اوښتلو لامل شي.
د اسرائيل په حکومت کې د نتنیاهو ځینې ملاتړي د اوربند د لومړي پړاو له پای ته رسیدو وروسته د جګړې پر بیا پیلېدو ټینګار کوي چې دا اقدام به له حماس سره د پاتې یرغمل شویو کسانو ژوند له خطر سره مخ کړي.
نتنیاهو حماس ته د تسلیمیدو او د دې ډلې د لوړ پوړو مشرانو د جلاوطنۍ وړاندیز کړی چې حماس رد کړی دی.
په عین حال کې سره له دې چې په غزه کې اوربند دوام لري د اسرائیلو پوځ وویل چې دوی د یکشنبې په سهار په هغو کسانو هوایی برید کړی چې د غزې په سویل کې د دوی ځواکونو ته نږدې شوي .
د حماس تر کنټرول لاندې د کورنیو چارو وزارت وویل چې په دې برید کې درې پولیس چې د مصر پولې ته نږدې رفح کې یې د مرستو د لاریو امنیت نیولی و وژل شوي دي.
د حماس ډلې دا برید د اوربند له معاملې څخه "جدي سرغړونه" بللې او نتنیاهو یې د دې تړون په سبوتاژ کولو تورن کړی دی.
په همدې حال کې مصر ویلي چې د فبرروي په ۲۷ د عربي هېوادونو د غونډې د کوربه دی او له ټولو هېوادونو سره به د غزې د بیارغونې په اړه د ټرمپ د پلان پر سر پرته له دې چې د دې تړانګې اوسېدونکي بېځایه شي خبرې وکړي.
د بشري حقونو د دفاع ډلو هم له غزې څخه د فلسطینیانو شړل د نړیوالو قوانینو په خلاف کار بللی دی.
عربي هېوادونه له کلونو راهیسې د یو خپلواک فلسطیني دولت د رامنځ کېدو غوښتنه کوي هغه طرحه چې متحده ایالاتو هم ترې ملاتړ کړی خو نتنیاهو د دې حل لارې مخالف دی.
مصر خبرداری ورکړی چې له غزې څخه په ډلهییزه توګه د فلسطینیانو بېځایه کېدل به له اسرائيل سره د دې هېواد د سولې تړون چې په سیمه کې د متحده ایالاتو ګټې ورسره تړلې دي له ګواښ سره مخ کړي.
په دې راپور کې د اسوشېتید پرس له خبر څخه هم جزئیات اخیستل شوي دي.