جمهور رئیس ټرمپ ایران ته د بدو عواقبو اخطار ورکړ

امریکا د ایران حاکمه رژیم د بشري حقونو په سرغړونو هم تورن کړې.

د دوشنبې په ورځ (جولای۲۳) په ایران کې خلک د امریکا او ایران د ولسمشرانو ترمنځ د لفظي اخطارونو دومره جدي ونه ګڼل چې د کومې نظامي شخړې تر حده دی ورسیږي، خو پدې اندیښمن وو چې د امریکا له لورې اقتصادي بندیزونه به کیدلې شي د ایران کمزوری اقتصاد نورهم زیانمن کړي.

د یکشنبې په ورځ (جولای۲۲) په امریکا د ایران د ولسمشر لخوا د تندو الفاظو کارولو په ځواب کې ولسمشر ټرمپ او نورو امریکايي مقاماتو ایران ته جدي اخطارونه ورکړل. ښاغلي ټرمپ وویل بل ځل هیڅکله امریکا ته تهدید ونکړې، که نه د داسی عواقبو سره به مخامخ شی چې ډیر کم کسان په تیر تاریخ کې ورسره مخ شوي اوسي. د ټرمپ په وینا امریکا نور هغه هیواد نه دی چې ستاسو (ایراني چارواکو) د "جنګ او مرګ" بی باکه خبرو ته غوږ شي - ډیر پام کوه.

دا د ایران د جمهور رئیس حسن روحاني د هغه وینا ځواب و چې د یکشنبې په ورځ یي امریکا ته وویل د زمري د لکۍ سره مه لوبیږه که نه پښیمانه به شی. ښاغلي روحاني په یوه وینا کې وویل امریکا باید پدې ښه پوه شي چې د ایران سره سوله د ټولو سولو مور ده او د ایران سره جګړه د جګړو مور ده – او هیڅکله باید د زمري د لکۍ سره ونه لوبیږي که نه بد عواقب به ولري.

ایران د سعودي وروسته په منځني ختیځ کې دویم اقتصادي قدرت دی.

د جمهور رئیس ټرمپ تر ټویټ لږ مخکې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مایک پامپیو هم د کالیفورنیا ایالت په رونالد ریګن کتابتون کې په ایراني مشرانو سختې نیوکې وکړې او وی ویل د ایران حکومت د خپل ولس دپاره په یوه خپسۍ ده. پامپیو وویل د ایران حکومتي ادارې د مافیا شبکې په څير د سیمې په مختلفو هیوادونو کې د نیابتي جګړو او وسله والو ډلو له لارې په میلیاردونه غیر قانوني عواید ترلاسه کوي.

پامپیو وویل د ایران په حکومت نهايي فشار راوړي او د متحدینو يي غوښتل چې د ایران په حکومت د اقتصادي فشار زیاتولو کې ورسره ملګري شي. د امریکا په باورد لسیزو راهیسې د ایران رژیم د خپلو خلکو د بشري حقونو، وقار او اساسي آزادیو نه په بی رحمۍ سرغړونه کړې.

د امریکا او ایراني چارواکو د لفظي شخړې په وخت کې، یو شمیر ایرانیانو دوشنبې په ورځ (جولای۲۳) په تهران کې د خپل حکومت او جمهور رئیس ټرمپ نه وغوښتل چې خپل منځي مذاکرې وکړي او ولسونو ته ستونزه جوړه نکړي.

Your browser doesn’t support HTML5

امریکا او ایران

کله چې امریکا د ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اتومي موافقې ووتله، واشنګټن په بهرنیو هیوادونو ټینګار کړې چې د روان ۲۰۱۸ کال د نومبر تر میاشتې دی د ایران نه د تیلو واردول بلکل ختم کړي.