اسرائیل او عربي متحده امارات د اړیکو د عادي کولو موافقه واشنګټن کې لاسلیکوي

اسرائیل او عبري متحده اماراتو د اګست د میاشتې په ۱۳مې په بشپړه توګه د سیاسي اړیکو په عادي کیدو موافقه وکړله.

اسرائیل وایي هیله لري چې د سپمتبر د را راوانې میاشتې په نیمایي کې د عربي متحده اماراتو سره په بشپړه توګه د سیاسي اړیکو د عادي کولو موافقه د امریکا په پایتخت واشنګتن ډي سي کې لاسلیک شي.

د سیمه ایزې همکارۍ په چارو کې د اسرائیل وزیر اوفیر اکونیس نن د یکشنبې په ورځ ، اګست ۳۰ (وږي ۹) ویلي چې د صدراعظم نتن یاهو او د امریکا د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ ستر سلاکاران د موافقې د لاسلیک کولو د نیتې په ټاکلو کار کوي.

ټاکل شوې د جمهور رئیس ټرمپ زوم او جګپوړی سلاکار جیرډ کوشنر او د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین نن اسرائیل ته ورسیږي او د اسرائیل د جګپوړي هیت سره یو ځای به د تل ابیب نه عربي متحده اماراتو ته په تجارتي الوتکې کې سفر وکړي.

دا وروسته تر هغه چې د اسرائیل او عربي متحده اماراتو اړیکې عادې شوې، لومړی ځل دی چې یوه الوتکه د اسرائیل نه عربي متحده اماراتو ته ځي.

د اسرائیل د کابینې دغه وزیر ویلي چې ټاکل شوې د امریکا او اسرائیل ګډ هیت به د موافقې د لاسلیک لپاره د نیټې د ټاکلو په هکله د عربي متحده اماراتو د چارواکو سره هم سلا مشورې وکړي خو تر څنګ یې دا هم وویل چې حکومت تمه لري دا موافقه د "روش هشانه" نه وړاندې لاسلیک شي چې د یهودانو نوی کال دی او د سپتمبر د میاشتې په ۱۸ نیټې پیل کیږي.

اسرائیل او عربي متحده اماراتو د اګست د میاشتې په ۱۳نیټې د امریکا په منځګړتوب په بشپړه توګه د سیاسي اړیکو په پیلولو موافقه وکړله. د دواړو هیوادونو چارواکو ویلي غواړي د دفاع، دارو درملو، کرنې، سیاحت او ټکنالوژۍ په برخو کې همکاري وکړي.