جاپان او امریکا د پوځي اړیکو ډیریدل غواړي

د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ جاپان ته خپل څلور ورځنۍ سفر د واشنګټن او توکیو ترمنځ د نظامي اړیکو په زیاتیدو په ټینګار سره پای ته ورساوه.

د ټرمپ ددغو خبرو دلیل ظاهرا چین وو. په هغو څرګندو کې چې نن ( د مې په ۲۸ مه) د چین او متحدو ایالتونو ترمنځ وشوې داسې بریښیده چې دواړه مشران په آرام سمندر کې د چین په پوځي فعالیتونو اندیښمن دي.

که څه هم دغو دواړو مشرانو مستقیما د چین نوم وانخیست ، خو د جاپان لومړي وزیر شینزو آبه په "سیمه کې د شدید نظامي وضعیت" په اړه خبري وکړې.

د یادو هیوادونو مشرانو د جاپان او امریکا اړیکو ته په اشارې وویل، د واشنګټن او توکیو ترمنځ اړیکي په بې سارې ډول پراخې شوې دي.

جمهور رئیس ټرمپ وویل، جاپان به د امریکا څه باندې سل اف ۳۵ جنګي الوتکي واخلي او دا به په سیمه او تر هغې هاخوا د امریکا له متحدو سره د پیچلو ګواښونو په وړاندې د دفاع په برخه کې مرسته وکړي.

جمهور رئیس ټرمپ د امریکا له یوې پوځي بیړۍ څخه د لیدنې پرمهال چې اوسمهال د جاپان په اوبو کې په ماموریت استول شوې ، د خپلو ځواکونو خدمات وستایل.

د امریکا ولسمشر له دې وړاندې د جاپان له امپراطور او یو شمیر سوداګرو سره هم وکتل.