د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان امپراتور په خپله خوښه تاج او تخت پریښودل


د جاپان امپراتور اکیهیتو نن سه شنبه (اپریل ٣٠) د ځانگړو مراسمو په ترڅ کې د جاپان ولس ته په یوې رسمي وینا کې ددې هیواد له تاج او تخت نه گوښه کیږي.

دا لومړی ځل دی چې په تیرو ٢٠٠ کالو کې د جاپان یو امپراتور په خپله خوښه د خپل مقام نه گوښه کیږي.

ښاغلي اکیهیتو دوه کاله مخکې خپل تصمیم اعلان کړی و چې غواړي په ٨٥ کلنۍ کې له خپل مقام نه گوښه شي.

د جاپان امپراتور په شاهي ماڼۍ کې د مراسمو په ترڅ کې له خپل ولس نه مننه وکړه چې د واکمنۍ په ٣٠ کلنه دوره کې یې د هغه ملاتړ کړی دی.

د اسوشیتید پرس اژانس د رپوټ له مخې د امپراتور اکیهیتو له گوښه کیدو وروسته د هغه مشر ځوی نوریهیتو چې ٥٩ کلن دی د جاپان امپراتور کیږي.

په جاپان کې د امپراتورۍ شاهي مقام یواځې تشریفاتي بڼه لري او صدراعظم د هیواد د حکومت مشري کوي.

ښاغلي اکیهیتو شاوخوا دوه کاله مخکې د سلطنتي ماڼۍ د شورا په غونډه کې په غیر عادي توگه اعلان وکړ چې د عمر د زیاتوالي او روغتیایي دلیلونو په وجه غواړي له خپل مقام نه گوښه شي. خو ددې کار لپاره په لنډه موده کې د قانون جوړول اسان نه وو.

اکیهیتو د ۱۹۸۹ میلادي کال په جون میاشت کې د خپل پلار هیروهیتو، له مړینې وروسته د جاپان د دوه زره کلنې امپراتورۍ وارث شو. هغه وخت هغه ۵۶ کلن و.

XS
SM
MD
LG