جنرال میلي، غني او طالبانو سره په سولې او تاوتریخوالي کمېدو غږېدلي

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي په دوحه کې د طالبانو د پلاوي او په کابل کې د افغانستان د جمهور رئيس محمداشرف غني سره د سولې او تاوتریخوالي پر کمیدو خبرې کړې دي.

د افغانستان جمهوري ریاست د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۷ (لیندۍ ۲۷) په یوې بیانیې کې ویلي چې د جنرال میلي او ښاغلي غني لیدنه تیره ورځ په ارګ کې شوې ده.

د ارګ په بیانیې کې راغلي: "د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هیواد د ملاتړ په اړه ډاډ ورکړی دی".

د ښاغلي غني سره له کتنې دمخه جنرال میلي د قطر په یو هوټل کې د طالبانو له پلاوي سره شاوخوا دوه ساعته خبرې کړي او په افغانستان کې د تاوتریخوالې پر کمیدو یې ټینګار کړی دی.

جنرال میلي د طالبانو د هیئت او د افغانستان له جمهور رئیس سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل چې: "زما د خبرو تر ټولو مهمه برخه چې د طالبانو او د افغانستان د حکومت سره مې درلودې د تاوتریخوالي سمدستي راکمول وو.

جنرال میلي پداسې حال کې د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی چې په کابل کې لوړپوړو امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی چې د طالبانو د بریدونکو زیاتیدل د افغان حکومت سره ددې ډلې د سولې خبرې له ګواښ سره مخامخ کوي.

بلخوا جنرال میلي پداسې حال کې دغه لیدنې کوي چې امریکا غواړي په افغانستان کې خپل ځواکونه راکم کړي، که څه هم چې د امریکا د متحده ایالاتو د اوسنۍ پالیسۍ له مخې ددې هیواد نه په بشپړه توګه د ځواکونو ایستل په ټول هیواد کې د طالبانو له لورې د بریدونو په کمولو پورې مربوط دي.

په افغانستان کې د امریکایي او ایتلافي ځواکونو قوماندان جنرال سکات میلر د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوه مرکه ویلي چې طالبانو پر افغان ځواکونو باندې بریدونو ته زور ورکړی. د هغه په وینا په ځانګړې توګه طالبانو د افغانستان په جنوبي ولایتونو کندهار او هلمند کې او همداشان پر لویو لارو او تاسیساتو باندې بریدونه زیات کړي دي.

جنرال میلر لږ تر لږه په میاشت کې یو ځل د طالبانو د مذاکراتي ټیم سره د واشنګټڼ د هڅو د یوې برخې په توګه ګوري د سولې بهیر چټک کړای شي.

همداشان په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن د اسوشیتید پرس اژانس ته د چهارشنبې په ورځ ویلي چې د طالبانو د تاوتریخوالي خطر ته متوجه دی. هغه ویلي چې د طالبانو بریدونو پر افغان ځواکونو او په مجموعي توګه پر ټولنې باندې "د نه زغملو وړ دروند بار" اچولی دی.

بلخوا د امریکا متحده ایالتونو د ژنیو په کنفرانس کې د راتلونکي میلادي کال لپاره له افغانستان سره په مشروط ډول د ۶۰۰ میلیون ډالرو مرستو ژمنه کړې ده. د افغانستان د مالیې وزارت په وینا د دغو مرستو له جملې ۳۰۰ میلیون ډالره یې د افغانستان د سولې په خبرو کې پرمختګ پورې تړلې دي.

د امریکا متحده ایالتونو په داسې حال کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خپل ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی چې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د فرمان په اساس ټاکل شوې چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري تر ۱۵مې پورې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم شي.

دا مهال شاوخوا ۴۵۰۰ امریکايي عسکر په افغانستان کې میشت دي چې افغان ځواکونو ته روزنه او سلامشورې ورکوي.

د افغان چارواکو سره د جنرال میلي په لیدنه کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر هم ګډون درلود.