د امریکا د کانګرس غړو له دالايي لاما سره کتلي؛ چین دا کار غندلی

د امریکا د کانګرس غړو له جلاوطنه تبتي مذهبي مشر دالايي لاما سره په هند کې کتلي.

د متحده ایالاتو د کانګرس د لوړپوړو غړو یو پلاوي چې د استازو د جرګې پخوانۍ رئیسه نانسي پلوسي پکې شامله ده، د چهارشنبې په ورځ جون ۱۹ (غبرګولي ۳۰) د تبت له جلاوطنه مشر دالايي‌ لاما سره په هند کې کتلي او له کبله یې چین غبرګون ښودلی دی

د کانګرس د غړي مایکل مککال او پلوسي په مشرۍ دغه پلاوي چې د امریکا د جمهوري غوښتونکو او دیموکرات دواړو ګوندونو غړي پکې شامل دي، د بودايي مذهبي مشر سره د هند په شمالي ښار درمساله کې کتلي چیرې چې هغه میشت دی.

پلوسي د تبتیانو یوې غونډې ته وویل چې له دالایي لاما سره په کتنه د "ویاړ" احساس کوي. د هغې دا وینا د تبت د جلاوطنه حکومت پر تلویزیون "تبت ټي وي" خپره شوې ده.

دا کتنه وروسته له هغه شوې چې د متحده ایالاتو کانګرس د یوې لایحې په منظورولو سره له بیجنګ وغوښتل چې د تبت له مشرانو سره خبرې له سره پیل کړي. د دواړو خواوو ترمنځ مذاکرات د ۲۰۱۰ راهیسې په ټپه درېدلي دي.

پلوسي وویل: "دا لایحه د چین حکومت ته دا پیغام ورکوي چې موږ د تبت د ازادۍ د مسئلې په اړه څرګند فکر او پوهه لرو."

هغې وویل چې دا لایحه به په نږدې راتلونکي کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن لخوا لاسلیک شي.

په نوي ډیلي کې د چین سفارت له دالايي لاما سره د امریکا د کانګرس د غړو لیدنه غندلې ده. سفارت ویلي چې دالايي لاما "یوازې مذهبي مشر نه بلکې په جلاوطنۍ کې د مذهب په جامه کې د چین ضد جدايي غوښتنې په سیاسي فعالیتونو کې ښکېل دی."

زیاتره جلاوطنه تبتي مشران وېره لري چې بیجینګ ښايي پر تبت باندې د خپل واک د ټینګولو لپاره د دالايي لاما ځای ناستی وټاکي. چین په ۱۹۵۰ کې دغې سیمې ته په زیات شمېر ځواکونه لیږلي وو.

د بیجینګ لخوا د چینايي ځواکونو په خلاف د تبتیانو د پاڅون له ځپل کېدو وروسته، دلایي لاما په ۲۳ کلنۍ کې د خپل ژوند د ژغورلو په موخه د تبت له مرکز لهاسا څخه د همالیا د غرونو له لارې هند ته پناه وړې وه.

نوموړي په ۲۰۱۱ کې د خپلو خلکو د سیاسي مشر په توګه له دندې استعفا وکړه او واک یې داسې یو جلاوطنه حکومت ته وسپاره چې په نړۍ کې د خورو شاوخوا ۱۳۰ زره تبتیانو په رایو ټاکل شوی دی.

پلوسي وویل: "د جلاوطنه تبتیانو دموکراسي زموږ لپاره ډیره مهمه ده."

د تبت د جلاوطنه حکومت مشر پینپا څرینګ وویل چې حکومت یې د تبت بشپړه خپلواکي نه غواړي خو د خپلې خاروې لپاره د یو داسې "منځلارې" تګلارې په لټه کې دي چې له مخې یې تبت ته په چارو کې ډیره ازادي ورکړل شي او "د تبت-چین مسئله د خبرو له لارې حل شي."

خو په نوي ډيلي کې د چین سفارت تور لګولی چې د تبت جلاوطنه حکومت د خپلواکۍ لپاره هلې ځلې کوي.

د سفارت یو ویاند په ټولنیزو شبکو کې په خپرې شوې یوې خبرپاڼې کې ویلي: "موږ د متحده ایالاتو له لورې څخه غوښتنه کوو چې د دالايي لاما د ډلې د چین ضد جدايي غوښتونکی موقف په بشپړ ډول وپیژني."

په خبرپاڼه کې د چین پر هغه مکرر موفق ټینګار شوی چې تبت له "پخوانیو زمانو راهیسې د چین برخه" بولي.