امریکا کې د مدني ټولنې د مبارز مارتن لوتر کېنګ ورځ نمانځل کېږي

په واشنګټن ډي سي کې د مارتن لوتر کېنګ یوه لویه مجسمه درول شوې چې هره ورځ یې سیلانیان لیدو ته ورځي

نن دوشنبه جنوري ۱۵ (مرغومې ۲۵) په متحدو ایالتونو کې د دغه هېواد د مدني مبارز او د بشري حقونو د فعال مارتن لوتر کېنګ ورځ نمانځل کېږي او عمومي رخصتي ده.

په دې ورځ په امریکا کې د کینګ په یاد کې رسم او ګذشت، خیریه کارونه او غونډې کېږي.

د رسمي پروګرامونو په ترڅ کې به د امریکا ولسمشر جوبایډن د فلادیلفیا په ایالت کې د لوږې په ضد یو سازمان په خیریه کارونو کې برخه واخلي.

د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس به په جنوبي کارولینا کې په یوې غونډې کې وینا وکړي، سپینه ماڼۍ وایي چې میرمن هریس به په خپلې کې وینا کې خلک وهڅوي چې «د ازادیو په اساساتو باندې د بریدونو د مخنیوي او عدالت لپاره خپل غږونه اوچت» کړي.

په دې ورځ د امریکا د حکومت یو سازمان «امیري کورپس» د مارتن لوتر کینګ په یاد غونډې جوړوي او نور خلک په خپلو ټولنو کې په نورو چارو بوخت وي.

امریکایان هرکال د جنوري په درېیمې اوونۍ د مارتن لوتر کینګ یاد تازه کوي، لوتر کینګ په ۱۹۵۰-۶۰ کلونو کې په متحدو ایالتونو کې د امریکایي تورپوستانو سره د نژادي توپیر په ضد او هغوی ته د رایې ورکولو د حق لپاره د سوله ایزه مدني مبارزه پیل کړه.

د امریکا د مدني حقونو د غورځنګ ددغه مشر شهرت او محبوبیت په ١٩٥٥ کال کې هغه وخت اوج ته ورسید چې د امریکا د الاباما ایالت د مونتګمري ښار په بسونو کې د سپین پوستو سره د تورپوستو په یو ځای سفر بندیز ولګېده. د ده د مبارزې په نتیجه کې په دغه ښار کې له تور پوستو سره دا توپیري چلند ختم شو.

نوموړي د ١٩٦٣ د مارچ په میاشت کې په واشنګټن ډي سي کې یوه مشهوره وینا "زه یوه هیله لرم" وکړه. دغې وینا ته ٢٥٠ زره تورپوستي او سپین پوستي امریکایان راټول شوي وو چې هغه یې د مدني حقونو د غورځنګ په یو محوري شخصیت بدل کړ.

لوتر کینګ په ۱۹۶۴ کال کې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه او په همدې کال کې د امریکا جمهور رئیس لیندن جانسن د مدني حقونو لایحه لاس لیک کړه. لوتر کېنګ د ۱۹۶۸ کال په اپریل کې په ٣٩ کلنۍ کې د تورپوستو کارګرانو په اعتصاب کې د ګډون په مهال ووژل شو.

د هغه له وژل کېدو څلور ورځې وروسته د امریکا د استازو مجلس یو غړي وړاندیز وکړ چې باید په کال کې یوه ورځ د کینګ په درنښت عمومي رخصتي وي. خو دې کار ١٥ کاله وخت ونیوه او بالاخره د متحدو ایالتونو کانګرس په ١٩٨٣ کال کې دا وړاندیز تصویب کړ او د هغه وخت جمهور رئیس رونالد ریګن لاسلیک کړ.