امریکایي الوتکو د هوا له لارې د غزې خلکو ته خوراکي توکي ورسول

د امریکا پوځي کارګو الوتکو د غزې خلکو ته خوراکي مواد د هوایي لارې انتقال او د پراشوټ په مرسته ښکته کړل

یو امریکايي چارواکي د شنبې په ورځ مارچ دوهمه (کب ۱۲مه) وویل چې د امریکا درې پوځي کارګو الوتکو د غزې محاصره شویو او جنګ ځپلو خلکو ته خوراکي مواد د هوایي لارې انتقال او د پراشوټ په مرسته ښکته کړل.

د امریکا د پوځ دا اقدام په داسې حال کې شوی چې غزه له څو میاشتو جګړې وروسته له بشري بحران سره مخامخ ده.

د امریکا د مرکزي قوماندې یا سنتکام یو مقام د نوم د نه ښودلو په شرط د فرانس پرس اژانس ته وویل: "موږ غزې ته د بشري مرستو یوه ګډه الوتنه وکړه."

د سنتکام د دې مقام په وینا، درې سي-۱۳۰ کارګو الوتکو په غزه کې زیانمنو خلکو ته بشري مرستې برابرې کړې.

هغه وویل چې دغو الوتکو د شنبې په ورځ په سیمه ایز وخت له غرمې وروسته "له هوا څخه د خنزیر غوښې پرته د خواړو ټول ۶۶ بستې د غزې خلکو ته وروغورځولې"، خو هغه وویل چې تر دې دمه ددغو خوراکي توکو کره اندازه معلومه نده.

له دې یوه ورځ وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې امریکا به د هوا له لارې غزې ته د مرستو رسول پیل کړي. دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو پر مهال تر ۱۰۰ ډېر فلسطینیان ووژل شول.
د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۹ وویل چې د اسرائیلي ځواکونو د بمباریو په پایله کې د غزې په تړانګه کې ۱۱۵ تنه چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو ته په تمه ولاړ وو وژل شوي او تر ۷۶۰ زیات ټپیان شوي دي.

ولسمشر بایډن پر اسرائیل فشار راوړی چې په غزه کې د ملکي تلفاتو کچه راکمه کړي، خو په عین وخت کې یې په منځني ختیځ کې د امریکا دغه متحد ته پوځي مرستو ته دوام ورکړی دی.

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي هم د جمعې په ورځ وویل چې متحده ایالات په پام کې لري چې په راتلونکو اونیو کې څو ځله د هوا له لارې د غزې خلکو ته خوراکي مواد ورښکته کړي.

کربي دا کار ستونزمن پوځي عملیات وبلل چې د پنټاګون لخوا نه یوازې د غزې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره، بلکې د متحده ایالاتو د پوځي پرسونل د خوندیتوب لپاره هم محتاطانه پلان ته اړتیا لري.